د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران او اسرایل لفظي جګړه پیل کړې


ایران او اسرایل له هغه دوه ورځې وروسته لفظي جګړه پیل کړه چې په شام کې یې د یو بل خلاف توغندي ویشتل.

دا له هغې وروسته ده چې د ایران مذهبي مشر دړکه ورکړه چې که په شام کې پر ایراني ځواکونو برید وشو نو د اسرایل پر دوو ښارونو به بریدونه وکړي.

د اسرایل د دفاع وزارت هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که د شام ولسمشر له خپل هېواده ایراني ځواکونه ونه ایستل نو له زیانونو او مشکلاتو سره به مخ شي.

د مئ پر لسمه اسرایل پر ایران تور پورې کړ چې له شام څخه یې د اسرایل تر ولقې لاندې په ګلان غونډویو توغندي ویشتلي دي. دا لومړی ځل دی چې ایران د توغندیو په زریعه پر اسرایل حمله کړې ده.

د دې په ځواب کې اسرایلي الوتکو په شام کې پر ایراني اهدافو درنه بمباري وکړه. اسرایل وویل چې په شام کې یې د ایران نیږدې ټول پوځي تاسیسات له منځه وړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG