د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې پارلېماني انتخابات پیل شوي

دا په داسې حال کې ده چې بغداد تیر کال د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد په جګړه کې خپله بریا اعلان کړه او د هېواد له لویې برخې يې وسله وال په شاوتنبول.

د نظر پوښتنو ترمخه د موجوده وزیر اعظم حیدرالعبادي لپاره د ولس مرسته ډېره ده.

د هغه په مشرۍ د سیاسي ایتلاف لپاره د ولس مرسته هغه وخت ډېره شوه کله چې هغه په تیر دسمبر کې د اسلامي دولت ډلې پرضد په جګړه کې بریا اعلان کړه.

د هغه په مقابله کې په انتخاباتو کې پخوانې وزیر اعظم نورالمالکي او د شیعه ملیشې کماندان هادي الامیري برخه اخلي.

د دواړو په اړه ویل کېږي چې له ایران سره د عبادي پرتله نیږدې اړیکې لري.

په انتخاباتو کې د پارلېمان د ۳۲۹ چوکیو لپاره د ۲۰۱۱ ښځو په ګډون ۷۰۰۰ کاندیدان برخه اخلي.

سرکاري شمیرې ښايي چې په عراق کې شاوخوا ۲۲.۵ میلیونه خلک د رای اچولو حق لري.

د انتخاباتو سرکاري نتیجې به سبا اعلان کېږي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG