د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ لاريون باچا خان چوک کې پای ته ورسېدی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين

پراګ - د پښتون ژغورنې غورځنګ په سلګونو کسانو نن [جمعه] په کراچي کې لاريون تر سره کړ. د دې لاريون مقصد په دې ښار کې مېشت پښتانه او نور ولسونه د ۱۳م مې 'په جلسې خبرول' وو او 'له زړونو يې وېره ايستل' و چې دوی به يې د ښار په سهراب ګوټ سيمه کې کوي.

لاريون نن مازيګر پنځه بجې د کراچي له سهراب ګوټ سيمې څخه پېل شو او د څه باندې شپږو ساعتونو تر مزل او پړاوونو وروسته د شپې ۱۱:۳۰ بجې د بنارس سيمې په باچا خان چوک کې پای ته ورسېدی. د غورځنګ ټول غړي پر موټر سايکلونو او ګاډو کې سپاره ول او د ښار د بېلا بېلو سيمو تېر شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ښځينه غړې وړانګه لوڼۍ چې د بلوچستان له کلا سيف الله څخه کراچي ته د غورځنګ په لاريون او جلسه کې د ګډون لپاره ورغلې وايي چې د لاريون مقصد د کراچي د بېلا بېلو سيمو پښتانه د ۱۳م مې د جلسې لپاره خبرول دي.

((له دې لاريونه زموږ اصل مقصد د جلسې لپاره د خلکو خبرول دي خو اوس چې زه د خلکو غبرګون ته ګورم نو د دومره زياتې ويرې او حراست وروسته هم زموږ ډېر زيات خلک په لاريون کې راسره دي او هيله ده چې په جلسه کې به هم په ډېر ګڼ شمېر کې خلک زموږ سره ګډون کوي.))

په کراچي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پلويان په داسې حال کې د جلسې لپاره چمتووالی نيسي چې د غورځنګ ځينې غړي د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د امنيتي ادارو لخوا نيول کېږي يا د دوی خلاف اېف آی آر درج کېږي.

نن د سوات کبل تاڼې اېس ايچ او مجيب عالم مشال راډيو ته وويل چي دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مهم غړی رحمت الله مسود په دې تور نيولی چي هغه د اپرېل پر ۲۹مه نېټه له خپلو نورو ملګرو سره يو ځای په کبل ګراونډ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې پر مهال د پاکستان بېرغ ته سپکاوی کړی و او د ادارو پر ضد يې نعرې وهلي وې.

بلخوا د پي ټې اېم سوات څانګي مشر اقبال عيساخېل دغه ټول تورونه رد کړي او وايي چي دوی به د رحمت مسود هر ډول قانوني دفاع کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل مخکښ او د پښتونخوا ولسي تحريک مشر ډاکټر سيد عالم مسود په کراچي کې د لاريون پر مهال مشال راډيو ته وويل چې د لاريون مقصد د جلسې لپاره د خلکو پر خبرولو سربېره د ولس له زړونو وېره ختمول و.

((په کراچي کې د څو ورځو راهيسې چې رېنجرز او خفيه ادارو خلک اوچتول او وېرول نو د رېلي [لاريون] مقصد هغه وېره ختمول و. موږ ترانې وويلې او نعرې مو ولګولې او په خلکو کې مو وېره ختمه کړه.))

په کراچي کې امنيتي ادارې دا مني چې دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو شمېر پلويانو پر ضد تر بېلا بېلو قانوني دفعو لاندې اېف آی آر درج کړی دی. بلخوا پښتون ژغورنې غورځنګ دريځ لري چې دوی د پاکستان د ايين او قانون په دايره کې له رياسته د خپلو ستونزو حل غواړي.

د غورځنګ مهمې غوښتنې لادرکه کړل شوي کسان عدالتونو ته وړاندې کول، ماورای عدالت وژنې بندول او د پلټنو لپاره يې عدالتي کميشن جوړول، په فاټا کې پر امنيتي پوستو له خلکو سره رويه سمول، قبايلي سيمې له ماينونو پاکول او په کراچي کې د وژل شوي ځوان نقيب الله مسود د وژنې په تور نيول شوي پوليس افسر راو انوار ته سزا ورکول دي.

XS
SM
MD
LG