د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمال شاه وايي ، روزنې د هنرمندانو په کار کې نوښت راولي


هنرمند جمال شاه
هنرمند جمال شاه

اسلام اباد کې د ملک د مختلفو سيمو دستکارانو لپاره تربېتي ورکشاپ تابېا کړې شوې وه

په اسلام اباد کې د څلور واړه صوبو او پاکستان تر واک لاندې کشمير سره اړه لرونکو یو شمېر دستکارانو ته روزنه ورکړل شوې ده.

د دې اووه ورځني ورکشاپ تابيا لوک ورثې او د اطلاعاتو و نشرياتو وفاقي وزارت کړې وه.

د دې اووه ورځني روزنیز ورکشاپ جوړونکي وايي هدف یې د دې هنر لرونکو کسانو د وړتیا لوړلو سره سره هغوي ته د نویو طریقو ښودل او په بازار کې د خپلو جوړ کړو توکو په ښه بیه خرڅولو لارې چارې ښودل وو.

په دې ورکشاپ کې برخه اخیستونکو شاوخوا شلو هنرمندانو ته پر ټرکونو ګلکاري کول، د مرو نه مختلف قسمه شيان جوړول، د وړو شېشو نه ګلکاري کول، خطاطي او داسې نور هنرونو کې روزنه ورکړل شوې ده.

د لوک ورثې د مطبوعاتو څانګې ېوې مشرې وردا بي بي مشال راډيو ته وويل هدف یې دا وو چې په دې ورکشاپ برخه لرونکي په خپل کار کې نور هم ښه والی راولي او نورې طریقې زده کړي.

وردا بي بيوویل چې ټولو برخه واخلو ته یې د ورکشاپ په پای کې سندونه ورکړي دي.

د ورکشاپ یو عکس
د ورکشاپ یو عکس

د مرو نه د بېلا بېلو توکو جوړونکې د راولپنډۍ هنرمندې صدف نثار مشال راډیو ته وويل چې له تېرو شاوخوا ۲۵ کالو راهسې دا کار کوي او د دې ورکشاپ له لارې يې نور هم ډېر څه زده کړي دي.

نوموړې چې دا له مرو قراني اېتونه جوړوي او هم داسې د خلکو عکسونه، جنډۍ او نور ډير شېان جوړوي.

دې وویل چې عکسونه یا جنډې په چوکاټ کې نه بندوي بلکې دا رازوړند وي او یو شمير نمونې یې دې ورکشاپ ته هم وړې وې.

صدف نثار زیاته کړه چې تر اوسه یې له ۷۰ منه مرو بېلا بېلو ډوله شيان جوړ کړي دي.

د پښتو او اردو ژبو وتلی هنرمند او مصور جمال شاه د ورکشاپ د پای غوڼدې مشر مېلمه وو او هغه د ورکشاپ په پای کې په برخه والو کې سندونه هم ووېشل.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د دستکارانو لپاره داسې روزنیز پروګرامه ډېرول په کار دي هغه ځکه چې له هم دې لارې د هغوي په کار کې نوی والی راځي.

XS
SM
MD
LG