د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي په سوات کې يوې ولسي غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې په جمهورې نظام کې هېچا ته هم د مداخلت حق نه شته. نوموړي وايي چې دوی د هر ظالم پرضد دي او له هر مظلوم سره ولاړ دي.

د هغه په خبره چې د پښتنو سيمه ډېره شتمنه ده خو واک يې له بل چا سره دی. دی زیاتوي چې ګوند یې د همدې لپاره مبارزه کوي چې پر خپلو شتمنیو او وسایلو پښتانه خپل واک او اختیار ولري.

په کوم پاکستان کې چې پښتنو ته انصاف او عزت نه وي ورکړل شوی دوی هغه پاکستان ته زنده باد نه شي ويلی.
اڅکزی

د خوازه خېلې په چاليار کې يوې شموليتې غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي وويل چې په پاکستان کې به ولس واکمن وي او په جمهوري نظام کې د بلچا لاسوهنه نه مني. دوی زياته کړه چې له نواز شريف سره سیاسي ملاتړ ځکه کوي چې هغوی د جمهوريت لپاره ږغ اوچت کړی دی. هغه وویل هېڅ یوه اداره دا حق نه لري چې نواز شريف نااهله وګرځوي، دا حق یوازې د ولس دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر دغه مهال وویلکله چې له پښتنو سره زياتې کېدلو نو د ملک عدليه چېرته وه. د هغه وینا وه کله چې په یو ملک کې انصاف نه وي هلته بيا هم دغه رنګه پېښې مخې ته راځي. دوي زياته کړه چې د پاکستاني آئين مطابق دې ټولو ولسونو ته يو رنګ حقونه ورکړل شي.

دوی يو ځل بيا وويل، په کوم پاکستان کې چې پښتنو ته انصاف او عزت نه وي ورکړل شوی دوی هغه پاکستان ته زنده باد نه شي ويلی. د پښتونخوا ملي عوامي پارټي جلسي ته د سيمي نورو مشرانو هم وينا ګاني وکړې.

XS
SM
MD
LG