د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هندي سينما نوی فلم بایسکوپ واله کې د کابل ښار يو پښتون سوداګر ژوند ښودل شوی دی. دا فلم د هندي وتلي ليکوال رابندرا نات ټيګور په لنډه کيسه جوړ شوی دي.

دا کيسه رابندرا نات په ۱۸۹۲ کال کې ليکلي وه. نوموړی د هند یو وتلی ليکوال، شاعر او انځورګر وو چې د ادبياتو په څانګه کې يې د نوبل جایزه هم ګټلې وه. د هغې کيسې نوم کابلي واله وو.

په فلم کې ښودل شوی چې د رابندرانات ټيګور کابلي واله کيسه په کوم ځاي ختميېږي، د هغې پس ته حالات ښودل شوی دی. په فلم کې ښودل شوی چې د وچو ميوو سوداګر کابلي واله له کابله د هند کولکته ښار ته ولاړ شي او مېوه خرڅوي او هلته یې له يوې پينځه کلنې ماشومې مينا سره خپلوي جوړه شي.

هغه مینا په ميوو نازوي او د هغې په څېره کې خپله لور لټوي. يو وخت سوداګر په کولکته کې له خپل یوه پوره وړي سره د جګړي وروسته د ډېرو کلونو لپاره بندي شي، او چې په کومه ورځ له زندانه راوځي نو نيغ د مينا کره ولاړ شي، چې ګوري د هغې د واده ورځ وي.

د ده په ذهن کې راشي چې د ده لور به هم دومره ستره يا پېغله شوې وي او يا واده شوې وي. د مينا پلار په همدي ورځ د خپلې لور د ولور يا جهيز له پيسو يوه برخه کابلي واله ته ورکړي چې خپل وطن ته وګرځي. همدغه ځای د کيسې پای دی.

د فلم په نوې کيسه کې د کابلي واله د ژوند بله برخه ياني بایسکوپ واله کيسه ښودل کېږي. هغه په کولکته ښار کې ماشومانو ته فلم ښيي او خپله لور ورته يادېږي چې له جګړي کنډواله شوي کابل ښار کې به يې ژوند څنګه وی؟ په دغه فلم کې هغه له خپلې لور سره ملاوېږي او کيسه پای ته رسېږي.

په دی فلم کې د هند وتلي اداکار ډېنی ډينزونګپا کار کړی دی.

فلم بایسکوپ واله به د مې په ۲۵ نندارې ته وړاندي کېږي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

اسلام اباد: د اور له سړېدو پس دوکاندان پاتیشوني ټولي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG