د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب پولیس وايي، ثنا چیمه وژل شوې وه


د پاکستان په پنجاب صوبه کې پولیس وایي، د ثنا چیمه په نامه هغه پنځه ویشت کلنه نجلۍ چې د مرۍ په خپه کولو سره په مشکوک حالت کې مړه پرته وه، ښايي ناموسي وژنه وي.

پولیسو د پنجاب په ګجرات کې د دې نجلۍ د قتل تحقیقات تر هغه وروسته پیل کړل چې پر ټولنیزو رسنیو په دې اړه بحث پیل شوی وو چې ښایي خپلوانو هغه د ناموس په نامه وژلې وي. هغې د اټلي شهریت یې هم درلود.

پولیسو د اپریل پر پنځه ویشتمه د ثنا چیمه ښخ کړل شوی مړی بیرته را و اېستی او د هغه معاینه یې وکړه.

د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي عرفان سولهري د چارشنبې په ورځ په ګجرات کې وویل چې د جسد له لیدو وروسته معلومه شوه چې دا یې تر ستوني نیولې او مغزی یې هم ورمات کړی وو.

پولیس وايي، د ثنا چیمه پلار، ورور او تره نیول شوي دي او تحقیقات روان دي. خو کورنۍ یې وايي چې هغه له یوې نالومې ناروغۍ مړه شوې وه.

د اټلي رسنیو ویلي دي چې ثنا چیمه له دې کبله وژل شوې ده چې د کورنۍ له رضا پرته یې په اټلي کې په خپله خوښه واده وکړي.

XS
SM
MD
LG