د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې ایټمي فعالیت پیل نکړي


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ ایران ته خبرداری ورکړی دی چې خپل ایټمي پروګرام بیا بیل نکړي.

ولسمشر ټرمپ د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل دی په سختۍ سره ایران ته مشوره ورکوي چې داسې ونکړي ګني نو د ده په وینا دا به ډېرې سختي پایلي ولري.

دا له هغه یوه ورځ ورسته ده چې ولسمشر ډونلډ ټرمټ د کابینه تر غونډه وړاندې اعلان وکړ چې امریکا په ۲۰۱۵م کال کې له ایران سره له شوي ایټمي تړون څخه وځي او په سمدستي توګه پر ایران سخت بندیزونه بیرته بحالوي.

له ایران سره دا تړون امریکا ، روس ، برتانیا ، فرانس ، چین او جرمني کړی وو چې له مخې یې ایران د خپل ایټمي فعالتونه محدودولو ژمنه وکړه او په بدل کې یې ورڅخه بندیزونه لرې کړل شو.

خو ولسمشر ډونلډ ټرمپ تل پر دې تړون سختې نیوکې کړې دي او دا یې یو داسې بې رحمه یو اړخیز تړون بللی چې د ده په وینا باید هیڅ کله نه وای شوی.

د ایراني پارلمان سپیر د غبرګون په توګه پرون د هیواد د ایټمي چارو محکمې ته امر وکړ چې د ایټمي فعالیتونو د ټولو اړخونو بیا پیلولو ته تیار شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG