د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرایل وايي ایران یې پر سرحدي پوستو برید کړی


د اسرایل پوځ ادعا کړی چې په شام کې مېشتو ایرانیو ځواکونو په ګولان غرونو کې د دوي پر سرحدي پوستو شاوخوا شل توغندي ویشتلي دي چې دوي یې هم ځواب ورکړی دی.

اسرایلي چارواکو ویلي چې نن سهار وختي شوي دې برید په اسرایل کې څه برسېرن زیان رسولی دی خو خلک یې وژلي او ژوبل کړي نه دي.

د دوي په وینا ، اسرایلي دفاعي نظام وار له مخه د د دوي پرخوا د ورتلونکو ځینې توغندي مخه نیولې وه.

د اسرایلي پوځ یو لفټننټ کرنل جانتن کون ریکس ادعا کړې چې دا توغندي د قدس ځواکونو له خوا توغنول شوي کوم چې د ایران د انقلابي ساتونکي ځواک یو بهرنی ډله ګنل کېږي.

د شام حکومتي خبري اژانس ویلي چې د اسرایل له خوا نن سهار وختي د شام فضايي دفاعي ځواک د اسرایل له خوا د پارونکو توغندیو مخه نیولې ده.

له هغه وروسته د شام خبري رسنیو خبر ورکړ چې دا توغندي د دمشق پر جنوب لویدیځ ویشتل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG