د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلۍ کې د نرښځیانو تحفظ بل منظور شو


په اسلام آباد کې د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د پاکستان پیپلز ګوند نوید قمر لخوا وړاندې کړل شوی د نرښځیانو د حقونو بل د ۲۰۱۸م کال منظور کړل شو. په دې سره به اوس نرښځیانو ته د شناختي کارډ، پاسپورټ جوړولو او ووټ حق ترلاسه شي.

د منظورکړل شوي بل ترمخه به نرښځیانو ته د وراثت، تعلیم، روزګار، ولسي عهدو ساتلو د صحت او د اجتماعي ازادۍ حقونه ترلاسه وي او دا رنګ به دوی ته د نورو پاکستانیانو غوندې حقونه ترلاسه شي.

​دا بل لومړې له سېنېېټ منظور شو او د سېشنبې پر ورځ قامي اسمبلۍ ته وړاندې شو چې د پاکستان د ولسمشر ممنون حسېن تر لاسلیکولو پس به په باقاعده توګه قانون وګرځېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG