د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د پاکستان کورنیو چارو پر وزیر برید د ټاکنو ګډوډولو سازش ښکاري''


د پاکستان کورنيو چارو وزير احسن اقبال په برید کې تر ژوبلېدو پس روغتون ته وړل کېږي
د پاکستان کورنيو چارو وزير احسن اقبال په برید کې تر ژوبلېدو پس روغتون ته وړل کېږي

د پاکستان ځينې سياسي ګوندونه وايي په کورنيو چارو وزير احسن اقبال د بريد له کبله کېدای شي په جولايې مياشت کې کېدونکي انتخابات وځنډول شي يا ګډوډ کړل شي. خو دوی وايي هڅه به کوی چې دغه عمومي ټولټاکنې پر خپل وخت په شفافه توګه ترسره شي.

که څه هم د دې بريد مبينه ترسره کونکی وايي چې تعلق یې د مذهبي ګوند تحريک لبيک يا رسول الله سره دی خو د عوامي نيشنل ګوند بشرا ګوهر تور پوری کړ چې د پاکستان امنيتي ادارې غواړي، د مسلم ليګ (ن) په ګډون ځينې نور سياسي ګوندونه په خلاص مټ خپل انتخاباتي کمپاينونه ترسره نه کړي چې دا رنګه ایسټېبلیشمنټ پلوه سياسي ګوندونه په حکومت کې راشي.

بلخوا تېره ورځ د حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن) يو مشر خواجه سعد رفيق هم قامي اسمبلۍ ته وويل چې بايد سياستوال د يو بل پرضد له تورونو ډډه وکړي او د ظلم، زبردستۍ او امريت خلاف يو موټي شي.

خو د اپوزيشن ګوند پاکستان تحريک انصاف يو مشر شاه محمود قريشي د امنيتي ادارو لخوا د انتخاباتو ځنډولو خبرې بې بنياده وبللې او حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن) ته يې په اشاره وويل چې دغه ګوند غواړي چې له دا قسمه پېښو سياسي ګټې ترلاسه کړي.

''دا بېخي ناسمه پروپېګنډه ده. پوځ يوه قامي اداره ده او هغه په خپله قامي دايره کې خپل اييني رول لوبوي. دغه خلک په دا قسمه بې بنياده خبرو د سياسي شهيد جوړېدو هڅه کوي. هغوی چې کومې د ولس پیسې لوټلي دي نو د هغوی دې حساب ورکړي.''

د جماعت اسلامي مشر پروفیسر ابراهيم هم تور ولګاوه چې د يو ملک د کورنيو چارو پر وزير او يوه مخور سياستوال د وسلوالې حملې هدف کېدای شي د انتخاباتو ځنډولو سازش وي. خو نوموړي وويل، دا لا نه شي ويلي چې دا سازش څوک کوي. پروفسر ابراهيم وايي په دې وخت کې بايد ټول سياسي ګوندونه رايوځای شي او په ۱۵ جولايي له درغليو د پاکو انتخاباتو ترسره کول يقيني کړي.

د کورنيو چارو وزير احسن اقبال په برید کې تر ژوبلېدو پس د پاکستان انتخاباتو کمېشن چارواکيو هغه اوازې ناسمې بللې چې د سږني کال جولايي په پنځلسمه کېدونکې پارلماني ټاکنې ځنډېږي. د دې کمیشن یوه چارواکي خورشيد عالم د می په اوومه نېټه مشال راډيو ته وويل که ټاکنې ځنډېږي نو دا به د دوی د تياريوو له کبله نه وي بلکې کېدای شي سياسي وجه ولري. د ټاکنو کمېشن دا ډاډ په داسې وخت کې ورکوي چې د پاکستان ليري شوي وزیراعظم نوازشريف هم د ګل پر ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل داسې اوازې دي چې د سازش له مخې د راتلونکو انتخاباتو د ځنډولو کوښښ کېږي. ياده دې وي چې د اتوار ورځې په ماښام د پنجاب په ناروال سيمه کې د کورنيو چارو وزير احسن اقبال يو تن په ډزو سخت ژوبل کړ. پوليس وايي چې د مبينه حمله ور تعلق د تحريک لبيک سره دی. خو تحريک لبيک بيا وايي چې دوی دغه تن نه پيژني.

XS
SM
MD
LG