د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان کورنیو چارو وزیر په روغېدو دی'


احسن اقبال
احسن اقبال

پراګ ـ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د یکشنبې په ورځ د پنجاب په ناروال سیمه کې په یو وسله وال برید کې ژوبل شوی دی.

د مسلم لیګ ( ن ) ګوند د چارواکو په وینا، احسن اقبال د ناروال په کنج رور سیمه کې د دوی د ګوند یوې وړې غونډې ته د ګډون لپاره ورغلی وو او د واپسۍ پر مهال پرې یو کس حمله کړې ده. دوی وايي، پر نوموړي له څو میترۍ نه یو کس فایر وکړ.

یو شمېر رسنیو د پنجاب د پولیسو په حواله لیکلي چې احسن اقبال د مسیحي ورورولۍ په یوه غونډه کې تر ګډون وروسته د ستنیدو پر مهال د یو ځايي اوسیدونکي عابدحسین لخوا په ډز ژوبل شوی دی. پولیس وايي چا چې ډزې کړې وې، هغه کس نیول شوی دی. مردکۍ د احسن اقبال پر مټ لګېدلې او ډاکټران وايي د هغه حالت له اندېښنې بهر دی. تر اوسه معلومه نه ده چې دغه تن ولې پر کورنیو چارو وزیر حمله وکړه؟

په داسې وخت کې داسې برید ترسره کېدل، د خطر یو زنګ دی.
افتاب احمد خان شېرپاو

احسن اقبال چې د مسلم لیګ ن ګوند له مخکښو سیاستوالو څخه دی،تېرکال یې د کورنیو چارو وزارت منصب سنبال کړی و. نوموړی په ۲۰۱۳ م کال کې د مسلم لیګ ن له واک ته رسیدو راهېسې د کابینې غړی وو.

افتاب احمدخان شېرپاو
افتاب احمدخان شېرپاو

د پاکستان لوړ پوړو حکومتي چارواکو، په اسلام اباد کې د امریکې سفیر او ګڼو نورو بهرنیو چارواکو دا برید غندلی دی. پر احسن اقبال په داسې وخت کې برید شوی چې پاکستان کې پارلیماني انتخاباتو ته په شمار اوونۍ پاتې دي. په داسې وخت کې پر لویو سیاستوالو او چارواکو بریدونه د ځینو په اند د انتخاباتو کمپاین هم تر اغېز لاندې راوستلی شي.

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شیر پاو مشال راډیو ته وویل، د الیکشن د تیاریو په وخت کې داسې برید اندېښنې را پاروي.

((واقعه په داسې وخت کې شوېده چې الېکشن ته تیاری شروع دی، د ټولو سیاسي ګوندونو مشران په دې ورځو کې انتخاباتي کمپاین کې برخه اخلي، ولس ته ورځي، په داسې وخت کې داسې برید ترسره کېدل، د خطر یو زنګ دی.))

زما په خیال څه داسې خاصه وجه نشته چې سړی وګڼي چې ګینې پاکستان کې حالات خراب دي.
بریګيډیر محمودشاه

افتاب شیر پاو وايي، امنیتي ادارو له پکار دي چې د پېښې بشپړه پلټنه وکړي چې ولې داسې په حساس وخت کې دغه واقعه پېښه شوه.

خو بل پلو، د پاکستان د پوځ پخوانی بریګیډیر محمود شا وايي هغه نه ګڼي چې دا یوه پېښه به پر انتخاباتو سیوری خور کړي، خو زیاتوي چې سیاسي شخصیتونو ته په خپلو خبرو کې د احتیاط نه کار اخیستل پکار دي.

((زما په خیال څه داسې خاصه وجه نشته چې سړی وګڼي چې ګینې پاکستان کې حالات خراب دي. په همدې ورځ بلاول بوټو یوې لویې سیاسي جلسې ته وینا وکړه، نواز شریف په مانسهره کې خلکو سره مخامخ وو. او اوس به هره ورځ دا لړۍ روانه وي. خو که سیاست وال د یو بل خلاف د سختو بیانونو له ورکولو ډډه وکړي، نو ما ته هېڅ وجه نه ښکاري چې په راتلونکو انتخاباتو کې به څه مسئله وي.))

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په مهمو سیاست والو بریدونه ترسره شوي چې ځینو پکې ژوند بایللی، په دغو کې پخوانۍ وزیراعظمه بې نظیر بوټو، د پنجاب پخوانی ګورنر سلمان تاثیر او د اقلیتونو پخوانی وزیر شهباز بټي هم شامل دي. ګڼ نور سیاستوال بیا له داسې خونړیو بریدونو ژوندي هم راوتلي دي چې پکې د افتاب احمدخان شیرپاو، اسفندیارولي خان او مولانافضل رحمان نومونه د پام وړ دي.

XS
SM
MD
LG