د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د تېلیسیمیا نړیواله ورځ ولمانځل شوه


تېلیسیمیا یا د وینې کموالۍ چې یوه ارثي ناروغي ده، داسې مهال يې په خوست کې د نړیوالې ورځې لمانځنه کیږي، چې لا هم د یاد ولایت په ګډون يې د هېواد په کچه د درملنې لازمې اسانتیاوې نشته.

په خوست کې د نور په نوم یو خیریه بنسټ چې د تلاسیمیا د مریضی د تشخیص او دوا درملو څه نا څه اسانیتاوې يې برابرې کړي دي، د شتمنو او مالدارو خلکو په مرستو فعالیت لري.

نن د سې شنبې په ورځ د تېليسیمیا د نړیوالې ورځې لمانځنه د همدې بنسټ، په بلنه جوړ شوي ول چې د میلمنو سربیره په کې د وینې د کمبود په ناروغی اخته لسګونه ماشومان او تنکي زلمیان چې په مخونو او وجودونو يې د بیماری له کبله د ستړیا او کمزوری نښې له ورایه ښکاریدې، د خپلو مشرانو، پلرونو او میندو په ملتیا برخه اخیستې وه.

د یاد خیریه بنسټ مشر ډاکټر محمدنور ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې دوی سره پدې بیماری اخته شپږ سوه ماشومان او تنکي ځلمیان ثبت او راجسټر دي، چې هغوی څخه د معایناتو فیس نه اخیستل کیږي.

ده وویل، پدې کې سلو ناروغانو ته د اړتیا وړ وینه او نور لازم دواء درمل په وړیا ډول ورکول کیږي، خو له پاتو بیمارانو هم له درملو پرته ډاکټران د معایناتو او نسخې فیسونه نه اخلي.

ډاکټر محمدنور ځدارڼ وايي، چې دوی ته د هرات، غزني، کابل، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو څخه بیماران د درملنې لپاره ورځي.

دی د یاد بیماری د څرنګوالي په باب وايي:

((تېلیسیمیا یا د وینې د کمبود ناروغي دا یو ارثي ناروغي ده چې د ماشومانو د مور او پلار څخه په ارثي بڼه اولادونو ته انتقالیږي، دا بیماري نوي فیصده په هغو خلکو کې ده چې په خپلو کورنیو کې يې ودونه کړي وي، د ماما زوی وي، د تره زوی وي، یا ترور زوی وي، په هغو کې ډېره وي.))

ډاکټر محمدنور ځدراڼ زیاته کړه چې اوس په خوست کې دا اسانتیا شته چې نجونې او هلکان د ودونو نه مخکې د تېلیسیمیا د ټیسټ لپاره ورشي او یاد مرکز هغو ته د خپلو رشته دارو سره د واده کولو یا نه کولو مشوره ورکړي، همدارنګه پدې مرکز کې د حاملو میندو معاینات هم کیږي، چې ماشومان يې د تېلیسیمیا بیماري لري او کنه.

ده وویل، د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله افغانستان کې پدې بیماری د اخته ماشومانو شمېر لږ دی او هغه سروې چې څلور کاله وړاندې شوې هغه وخت کې په افغانستان کې له اتو تر لسو زرو پورې ماشومان د وینې د کمبود په بیماری اخته ول.

د نوموړي په وینا کچیرې دې مسالې ته توجه وشي او پدې برخه کې ځینې اساسي روغتیايي برنامې پلي شي، په افغانستان کې په نږدې راتلونکو کلونو کې اصلاً د تلاسیمیا بیماري له مېنځه تللی شي.

د ډاکټر محمدنور ځدراڼ په وینا چې دوی سره ۶۰۰ بیماران ثبت او راجسټر دي، خو دوی اټکل کوي، چې ممکن پر دې بیماری د اخته کسانو شمېر زرو کسانو ته ورسیږي.

د جامع الله په نوم اتلس کلن ځوان چې د لکڼو د بابرو د کلي اوسیدونکی دی وايي، چې د دونیمو کلونو په عمر وو، چې دا بیماري ورته لګیدلې او دونه نور کشران وروڼه يې هم همدا بیماري لري.

دی وايي، د دوی درملنه او خدمت یوازې یو خیریه بنسټ نشي کولای، نو حکومت او نور غیردولتي بنسټونه دې پدې برخه کې مرسته وکړي، ځکه یو شمېر بیماران د داسو کورنیو غړي دي چې هغوی خپله ډوډۍ هم نلري.

یو تن معالج ډاکټر محمدظاهر وویل، چې د تېلیسیمیا مرکز فعال ساتل د عامو خلکو پرلپسې مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري، ځکه دا بیماري داسې ده چې په یو یا دوه ځلې وینې ورکولو سره ناروع نه رغیږي.

د خوست یو تن مدني فعال سلطان محمود خیرخواه چې له څو کلونو راپدېخوا په یاد ولایت کې د بې وزله، یتمانانو او بې سرپرسته کورنیو لپاره مرستې راټولوي وايي، کچیرې د ټولنې شتمن او بډایه کسان په ښه ډول د خلکو پر وړاندې خپله اسلامي او بشري وجیبه سرته ورسوي، ډیری بې وزلو، یتیمانو، بیمارانو او په ځانګړي ډول د تېلیسیمیا ناروغانو سره چې دایمي درملنې ته اړتیا لري، پوره مرسته کیدلای شي.

XS
SM
MD
LG