د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې پاکستاني لابي کوونکي خپل جرم ومانه


د امريکا عدلیې وزارت ويلي چې په مېريلنډ ایالت کې هغه سړي خپل جرم منلی چې له حکومت سره يې د خپلځان له راجسټرولو پرته د پاکستان حکومت په ملاتړ لابي کوله. د امريکايي قانون ترمخه که څوک د یو بهرني هېواد يا سياسي ګوند لپاره لابي کوي نو بايد خپلځان راجسټرډ او خپله دنده ښکاره کړي.

رويټرز خبري اژانس ليکلي چې د نثار احمد چودري په نامه دې سړي کوښښ کاوه چې د پاکستان پروړاندې د امريکا بهرنيوو چارو تګلاره کې بدلون راشي. چودري د امريکا دايمي هستوګنه او د پاکستان شهريت لري.

دغه اويا کلن سړي ته پنځه کاله د قید سزا اورول کېدلی شي. د جولايي په دېرشمه نېټه به د هغه په اړه پرېکړه کېږي.

تر دې مخکې د امريکا عدليې په خپل يو رپورټ کې منلې وه چې د لابي کوونکیو د رجسټريشن قانون په سختۍ سره نه دی عملی شوی خو له ۲۰۱۶ کال وروسته په دې لړ کې سختي ډېره شوې ده.

د امريکا په تېرو ټولټاکنو کې د روسانو د مداخلې په اړه شکونو هم دې قانون ته پام زيات کړی دی. په ځانګړې ډول کله چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کمپاين پر منيجر پال منافورټ په تېر اکتوبر مېاشت کې په رسمي ډول تور پورې شو چې هغه د روس د ايجنټ يا استازي په توګه ځان نه وو رجسټرډ کړی.

رويټرز خبري اژانس ليکلي چې د نثار احمد چودري خلاف مقدمه د اپرېل په ۱۹مه نېټه درج شوې وه خو د می په اوومه مطبوعاتو ته په ډاګه کړل شوه. هغه له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال راهیسې د دې لپاره کار کړی چې د امريکا بهرنيوو چارو پاليسي جوړونکیو دريځ د پاکستان ملاتړ ته واړوي.

چودري دتحقیقاتو پر مهال ويلي ول چې د ده فعاليت يوازې د تعليم په برخه کې دی او له پاکستاني حکومت سره تړاو نه لري. خو رويټرز خبري اژانس د چارواکیو له خولې ليکلي چې نوموړي د امريکا په څېړنيزو ادارو کې کوښښ کاوه چې بحثونه د پاکستان په ګټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG