د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لواړګي دوکانداران د ټېکسونو پرضد راوتلي دي


د سېشنبې په ورځ د خېبر اېجنسۍ د لواړګې بازار د تاجر یونین له خوا د خپلو حقونو او د پولیټېکل چارواکیو له خوا غیر قانوني ټېکسونو اخېستو پرضد یوه احتجاجي مظاهره وشوه چې یوشمېر دوکاندارانو پکې ګډون وکړ.

مظاهره چیانو د باچاخان له چوکه تر لواړګې پرېس کلب پورې لاریون هم وکړ.

د دغه احتجاج په وخت د لواړګي بازار د تاجر یونین مشر امجد شینواری وویل چې حکومت په دې وروستو کې اېجنسي ډیولپمنټ فنډ په نوم ټېکس ختم کړې خو چې دوی له پېښوره لواړګې ته سوداګانې راوړي نو اوس هم ترې په چیک پوسټونو روپۍ اخېستل کېږي.

د لواړګې بازار یو بل دوکاندار سلمان شینواری مشال راډیو ته وویل:

"په دې تاریخي بازار کې بجلي، اوبه او داسې نور سهولتونه نه شته نو باید دا هرڅه دې ورته پوره کړل شي."

د خېبر انتظامي چارواکي وایي، دوی د پېښور او تورخم ترمنځ په چیک پوسټونو کې له سوداګرو د دغې ختم کړل شوي ټېکس د نه اخېستو سخت هدایات جاري کړي دي او چې په کوم چیک پوسټ ټېکس ترې واخېستل شي نو باید دوکانداران او سوداګر ورته لیکلې شکایت ورکړي.

انتظامې زیاتوي، د هغو خاصه دارو پرضد به کاروایي کوي او د لواړګې بازار د دوکاندارانو د ستونزو هواري لپاره یې هم ګامونه پورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG