د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین د ولسي خدمت له هوډ سره د ولسمشرۍ لوړه وکړه 


ولادیمیر پوتین نن د نوې شپږ کلنې دورې لپاره د روسي ولسمشر په توګه لوړه وکړه، او هوډ یې وښود چې د "ولس خدمت" به کوي او د هغوی ژوند به بهتره کوي او یو داسې هېواد خوندي کوي چې نوموړي "د سترو بریاوو او شاهکارونو" هغه وبللی.

پوتین نن په کریملن تالار کې د روسیې پر ایینې دستاویزاتو د ښي لاس په اوچتولو سره سوګند وکړ.

۶۵ کلن پوتین له ۱۹۹۹ز کال راهیسې د روسیې ولسمشر یا وزیراعظم پاتې شوې دي او څه موده وړاندې یې په کریملن یا د ولسمشری په دفتر کې شپږ کلنه دوره ختمه شوه.

پوتین د مارچ پر ۱۸مه په انتخاباتو کې په درانه اکثریت یو واري بیا منتخب شو.

د انتخاباتو په اړه ځینې څېړونکي وايي چې درغلۍ پکې شوې ده او نړیوال څېړونکي بیا دا دریځ لري چې په ټولټاکنو کې د غوراوي یا انتخاب لپاره خلکو ته مناسبه واک نه وو ورکړل شوی.

د ولادمیر پوتین د لوړې رسومات تر هغه دوې ورځې وروسته وشول چې پولیسو په لسګونه ښارونو کې د پوتین ضد مظاهرو مشر الیکسي ناولني او شاوخوا ۱۶۰۰ مظاهره چیان ونیول. الیکسي ناولني د یکشنبې سهار بیرته خوشې کړل شوی دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG