د بلوچستان په خاران کې نامعلومو وسله والو شپږ مزدوران وژلي دي.
د ایران پولې ته څېرمه په بلوڅ مېشته سیمه خاران کې تېره شپه نامعلومو وسله والو شپږ مزدوران وژلي او یو بل یې ټپي کړي دي.
د خاران اسسټنټ کمشنر مشتاق احمد نن مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د خاران په لیجې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
ده وویل چې وژل شوي مزدوران د موبایل کمپنۍ پر یو ټاور کارکوونکي وو او د دوي تعلق له پنجاب سره دی.
مشتاق احمد زیاته کړه چې وژل شوو کسانو له حکومت څخه د کار اجازت نامه نه وه اخیستې او ځکه یې د ساتنې لپاره پولیس نه وو ګمارل شوي.
چا تر اوسه د دې برید زمه واري نده منلې.