د لاسرسي ځای

تازه خبر

حسېن بابک: پرويز خټک د اسمبلۍ د غړو اعتماد له لاسه ورکړی


سردار حسېن بابک
سردار حسېن بابک

پراګ - د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسېن بابک د خېبر پښتونخوا ګورنر ته په يو خط کې خواست کړی چې د دې صوبې وزيراعلا ته ووايي چې له اسمبلۍ د اعتماد ووټ واخلي.

بابک د پنجشنبې پر ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې په ناسمو کارونو کولو سره د خېبر پښتونخوا وزيراعلا پروېز خټک د اسمبلۍ د غړو اعتماد له لاسه ورکړی دی.

نوموړی وايي د ايين له مخې بايد په اسمبلۍ کې لږ تر لږه ۶۲ غړي وي خو د ده په خبره اوس دغه شمېره يوازې ۳۶ ده نو پکار ده چې پرويز خټک د اسمبلۍ له غړو د اعتماد ووټ واخلي.

بلخوا د پاکستان تحريک انصاف يو مخکښ او د صوبايي اسمبلۍ غړی شوکت يوسفزی بيا له دې سره اتفاق نه کوي او وايي چې د عوامي نېشنل ګوند پرته د اسمبلۍ ټول غړي پر وزيراعلا باور لري.

نوموړی وايي که چېرې عوامي نېشنل ګوند داسې ګڼي چې وزيراعلا د اسبملۍ د غړو اعتماد له لاسه ورکړی نو بيا دې د عدم اعتماد تحريک راوړي.

خو د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسېن بابک بيا وايي چې دوی به هېڅ کله داسې ونکړي. د ده په خبره ځکه چې تحريک انصاف غواړي چې اپوزيشن ګوندونه د وزيراعلا خلاف د عدم اعتماد تحريک راوړي او دا رنګ بيا د صوبايي حکومت ختمولو ذمه واري پر عوامي نېشنل ګوند او نورو اپوزيشن ګوندونو راشي.

که څه هم د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر د تحريک انصاف پر حکومت تور پورې کړ چې په خپله حکومتي دوره کې يې درغلي کړې او د صوبې د ولس لپاره يې پرمختيايي کارونه نه دي کړي خو شوکت يوسفزي بيا دغه تورونه رد کړل.

XS
SM
MD
LG