د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز خټک: پښتون ژغورنې غورځنګ دې له جرګې سره خبرې وکړي


د خېبر پښتونخوا وزير اعلا پروېز خټک
د خېبر پښتونخوا وزير اعلا پروېز خټک

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ته يې خواست کړی چې د خیبر پښتونخوا د ګورنر په مشرۍ جوړې جرګې سره خبرو ته کېني.

پراګ - د خېبر پښتونخوا وزيراعلا پروېز خټک وايي چې نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ته خواست کړی چې د خېبر پښتونخوا د ګورنر په مشرۍ جوړې جرګې سره خبرو ته کېني.

نوموړي دا خبره تېره ورځ [پنجشنبه] په پېښور کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړه. په دې غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي چې جرګې د فریقینو او دښمنانو تر منځ کېږي او د یوې ټولنې د مساوي ولس لپاره ایین تر ټولو معتبر او د ارزښت وړ وي. د دوی په خبره حکومت چې پښتون ژغورنې غورځنګ ته جرګې ورلېږي نو معنا يې دا کېدی شي چې پښتانه فریق ګڼل کېږي.

د غورځنګ يو مخکښ علي وزير مشال راډيو ته وويل چې بيا هم دوی خبرو اترو ته چمتو دي خو حکومت دې د دوی د ملګرو نيول او پرضد يې د پروپاګند کول بند کړي.

علي وزير دا تور هم پورې کړ چې کوم کسان له دوی سره جرګه کوي نو په هغوی کې ځينې د دوی پرضد جلسې هم کوي.

علي وزير دا هم وويل چې د خېبر پښتونخوا واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف يو غړي د چارشنبې پر ورځ دوی ته وويل چې د ګوند مشر عمران خان غواړي چې له دوی سره د هغه په استوګن ځای بني ګاله کې مذاکرات وکړي خو علي وزير وايي پر ۱۲ مۍ کېدونکې له کراچۍ جلسې وروسته به پر دې وړانديز غور کوي.

د اپریل پر ۲۴مه نېټه د پېښور کور کمانډر جنرل نذیر احمد بټ په پېښور کې د پښتنو له پخوانیو افسرانو، پوهانو او خبریالانو سره په ملاقات کې ویلي و چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې جایزې دي او د مذاکراتو لپاره ورسره د خېبر پښتونخوا د ګورنر اقبال ظفر جګړا په مشرۍ جرګه خبرې کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ له حکومته غوښتي چې د وزيرستاني ځوان نقيب مسيد وژونکو ته دې سزا ورکړل شي، قبايلي سيمې دې له ماينونو پاکې کړل شي او د ورکو کسانو معلومولو او ماورای عدالت وژنو په اړه دې د حقایقو معلومولو لپاره کميسيون جوړ کړل شي.

XS
SM
MD
LG