د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا: د شخصي سکولونو اضافي فیسونو مخنیوي لپاره نوی قانون


د خیبر پښتونخوا حکومت د هايي کورټ په حکم د شخصي سکولونو د انتظام ښه کولو او زده کوونیکو د اضافي فیسونو اخستو د مخنیوي لپاره د قانون سازۍ وروستو د خیبر پښتونخوا ریګولیټري اتهارټي په نوم یوه اداره جوړه کړې ده چې اوس يې خپل کار پیل کړی دی.

عباس خان سنګین چې د هايي کورټ وکیل دی دوه کاله وړاندې يې په دغه اړه په پېښور هايي کورټ کې خواست جمع کړې وو.

نوموړی وايي: "د دوو کالونو د هڅو وروسته حکومت د عدالت په حکم اداره خو جوړه کړه خو ولې اوس لویه ستونزه داده چې په دغه اړه جوړ شوي قوانین نه عملي کوي."

بل خوا د شخصي سکولز ایسوسي ایشن د خیبر پښتونخوا مشر ډاکټر ذاکر شاه وايي، حکومت په دغه اړه د قوانینو په جوړولو کې دوی په اعتماد کې نه دې اخستې.

نوموړي بېګاه مشال راډیو ته وویل حکومت دې قوانین عملي کړي خو د شخصي سکولونو ستونزې دې هم په پام کې ونیسي.

د خیبر پښتونخوا شخصي سکولز ریګولیټري اتهارټي مینجینګ ډایریکټر سید ظفرعلي شاه وايي:"د شخصي سکولونو انتظام ښه کولو او د زده کوونیکو د حقونو د دفاع لپاره يې هلې ځلې پیل کړي دي او چې د سکولونو کوم مالکان قوانین نه عملي کوي نو پر ضد به يې کاروايي کېږي."

د پرایویټ سکولز ایسوسي ایشن د چارواکیو په وینا په خیبر پښتونخوا کې دا وختشاوخوا شل زره شخصي تعلیمي ادارې دي چې شاخوا ۶ میلیونه زده کوونکي په کې خپلې تعلیمي هلې ځلې پر مخ وړي.

XS
SM
MD
LG