د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیې د بشري حقونو د سرغړونکیو پرضد نوی قانون منظور کړ


د برتانیې ولسي جرګې، د هغو خلکو خلاف د بندیزونو لګولو منظوري ورکړې ده چې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په تور مجرم پېژندل شوي دي.

دا ګام د پخواني روسي وکیل سرګي میګ نیټ سکي په یاد کې پورته کړل شوی دی.

د برتانیې بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن په ولسي جرګه کې د اپوزیسون د مهم ګوند لېبر پارټۍ سره د موافقې وروسته بغیر د رایې اچونې، د دغه اقدام اعلان وکړ او دا یې د « مهمې لحظې» په نامه یاد کړ.

دغه احکامات به اوس برتانیې ته د دې خبرې اجازه ورکړي چې په ټوله نړۍ کې د هغو خلکو خلاف کاروايي وکړي چې د جدي جرمونو مسول دي.

نوموړي په ټویټر پیغام کې وویل:

"برتانیا په نړیواله کچه د بشري حقونو د دفاع لپاره کار کوي. اوس باید د برتانیې د پارلېمان ایوان بالا یا هاوس اف لارډز د دې اقداماتو منظوري ورکړي څو دا د یو قانون بڼه غوره کړي."

همداسې قانون سازي په امریکا کې هم شوې ده چې موخه یې د رویې د بشري حقونو د سرغړونه کونکیو په نښه کول دي.

دې اقدام وروسته له هغې نوې انګېزه ترلاسه کړه چې په مارچ میاشت کې د یو پخواني روسي جاسوس خلاف چې د برتانیې په سالیزبري سیمه کې اوسیده د کیمیاوي موادو د استعمال په واسطه مسموم کړل شو.

برتانیې پر روسيې د دې پېښې تر شا د لاس لرلو تور پورې کړی و. خو روسیې دا تورونه رد کړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG