د لاسرسي ځای

تازه خبر

مراکش له ایران سره د خپلو سفارتي اړیکو شلولو اعلان وکړ


مراکش وايي له ایران سره یې وروسته له هغې سفارتي اړیکې شلولې دی چې د دوی په وینا تهران په لویدیځه سهارا سیمه کې د « پولیساریو جبهې »په نوم د ازادۍ د غورځنګ ملاتړ وکړ.

د مراکش د بهرنیو چارو وزیر نصیر بوریتا د سېشنبې پر ورځ پر ایراناو د دوی په لیبنانۍ شیعه اتحادي ډلې حزب الله تور پورې کړ چې دوی د ۲۰۱۶ م کال راهیسې په الجیریا کې د ایران د سفارت له لارې « پولیساریو جنګیالو » ته روزنه ورکوي چې پکې له مځکې هوا ته د توغندیو استعمالول هم پکې شامل دي.

بوریتا وړاندې وویل چې هغه په تازه ورځو کې له ایرانه ستون شوی چیرته چې هغه شخصا پخپله خپل ایرانی سیال له دې خبرې خبر کړی چې دوی ورسره اړیکې پرې کوي.

د نوموړي په وینا د مراکش سفیر وار له مخې له ایرانه ستون شوی او په مراکش کې د ایران سفارت به هم ژر وتړل شي.

ایران چې تر دې وړاندې یې د پولیساریو جبهې ملاتړ کړی د مراکش د تازه اعلان وروسته کوم تازه غبرګون نه دی ښودلی.

د مراکش بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې د ده ایرانی سيال محمد جواد ظریف د دوی د بحث وروسته حېران شوی و.

هلته حزب الله ډلې د یو بیان په خپرولو سره له دې خبرې انکار کړی چې ګواکې دوی پولیساریو جبهه مسلح کړې او پر مراکش یې تور پورې کړی چې دوی د امریکا، اسراییلو او سعودي تر فشار لاندې کار کوي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG