د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا حکومت کلنی بجټ نه وړاندې کوي


د صوبايي اسبملۍ تعمير
د صوبايي اسبملۍ تعمير

د خېبر پښتونخوا حکومتي کابینې د اپرېل په دېرشمه فېصله وکړه چې د مالي کال ۲۰۱۸ م او ۲۰۱۹ م لپاره به بجټ اسمبلۍ ته نه وړاندې کوي. په همدې حال کې به د ۴ میاشتو لپاره سرکاري محکمو ته پنګې ورکړي او د پوره بجټ وړاندی کولو کار به راتلونکي حکومت ته پریږدي.

د سېشنبې پر ورځ له مشال ریډیو سره د خبرو په وخت د وزیراعلا سلاکار او د اسمبلۍ غړي ډاکټر امجد علي په دغه اړه وویل د اوس لپاره به د هرې محکمې لپاره پېسې ږدي خو پوره بجټ نه وړاندې کوي.

په پاکستان کې د جولايي په پنځلسمه پارليماني ټاکنې کېږي.

د اپریل په ۱۵ مه نیټه وزیراعلا پرویز خټک ويلي وو چې انتخاباتو ته لږ وخت پاتې دی نو په داسې حال کې بجټ وړاندی کول غیرایني دی او باید دا کار راتلونکي حکومت ته پریښودل شي.

خو د اپریل په ۲۴ مه نیټه حکومت بیا اعلان وکړو چې بجټ به وړاندې کوي او ددغې لپاره يې د روانې میاشتې په ۱۴ مه نیټه د اسمبلۍ غونډه هم رابللې وه.

خو په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اپوزیشن غړي وايي د تحریک انصاف حکومت د قانون له وجې نه بلکې له سياسي وجې بجټ نه وړاندې کوي.

د دوی په وېنا د صوبې حکومت د اسمبلۍ د غړیو باور بایللی دی او داتمه يي نه لرله چې د اسمبلۍ غړي به ورسره مرسته وکړي.

د عوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک مشال ریډیو ته وویل چې د حکومت د پالیسیو له کبله صوبه د مالي بحران سره مخ ده او د حکومت سره د پرمختیايي پروژو لپاره پنګې نشته.

XS
SM
MD
LG