ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټینګار کړی دی چې ایران به جوهرې وسلې ترلاسه نه کړي خو په دې اړه يې څه ونه ویل چې که د ۲۰۱۵ م کال اټومي لوظنامه ناکامه کېږي نو د ایران د مخنيوي لپاره به هغه کوم ګامونه پورته کوي.
د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د جرمني له چانسلرې انګیلا میرکل سره یوې شریکې خبري غونډې ته د وینا پر وخت نوموړي زیاته کړه
"زه په دې اړه څه نه وایم چې آیا زه به د ایران پر ضد پوځي طاقت په کار راولم او که نه خو دومره ويلی شم چې ایران به اټومي وسلې ترلاسه نه کړي."
له دې وړاندې ټرمپ ویلي و چې په ۲۰۱۵م کال کې د ایران او د نړۍ د شپږو قوتونو تر منځ په شوې لوظنامه کې ډېرې کمزورۍ دي او که دا سمې نه شي نو امریکا به ترې بهر شي.
جرمني، فرانس، روسیې، چین او بریتانیا هم دا لوظنامه لاسلیک کړې ده. دې ټولو هیوادونو پر واشنګټن غږ کړی دی چې په لوظنامه کې پاتې شي ځکه چې هم له دې لارې دوی کولی شي چې ایران د جوهري وسلو ترلاسه کولو نه منعه کړل شي.
پر دغه مهال جرمن چانسلرې انګیلا میرکل وویل دا لوظنامه بشپړه نه ده خو د ایران د اټومي هلو ځلو په راکمولو کې يې د لومړي ګام په توګه مرسته کړې ده.