د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو: طالبان دې په افغانستان کې سولې ته غاړه کېږدي


د ناټو تړون د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو غوښتي چې د افغان حکومت د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

هغوي د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه د خپلې غونډې په پای کې یوه اعلامیه هم خپره کړه او ویې ویل چې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو ذمه واري اوس د طالبانو په لاس کې دی.

په دې اعلامیه کې پر پاکستان، روس او ایران غږ شوې چې د افغانستان د سولې له بهیر سره همکاري وکړي.

د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ خبریالانو ته د اعلامیې مهمې برخلې ولوستلې.

"د پاکستان رول به مهم وي. موږ پر پاکستان غږ کوو چې د ترهګرۍ د ټولو پناه ځایونو، د هغوي د مالي سرچینو او د سرحد له پوري غاړې د حملو بندولو لپاره نور زیار وباسي. موږ همدا راز له روسیې او ایرانه غواړو چې له سیمه ييز ثبات سره همکاري وکړي."

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په اعلامیه کې د فبروري پر ۲۸ مه نېټه په تاشکند کې د سیمې د هیوادونو غونډه د دې لپاره ستایل شوې ده چې د افغان حکومت د سولې د وړاندیز حمایت یې کړی دی.

دوی د ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې انتخابات مهم وبلل او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ به کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG