د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر مشرانو نوي پولیټکل ایجنټ ته خپلې ستونزې بیان کړې


د خیبر ایجنسۍ مشرانو نوي پولیټکل ایجنټ اسلام زیب ته د صحت، تعلیم او پاکو اوبو د نشتوالي په اړه خپل شکایتونه وړاندې کړي دي.

دې مشرانو د جمعې په ورځ د خیبر په لواړګې کې له پولیټکل ایجنټ اسلام زېب سره ولیدل او هغه ته یې د پورته یادوو شوو ستونزو تر څنګ په سیمه کې د شناختي کارډ جوړونکې ادارې نادرا په اړه هم خپلې نیوکې وړاندې کړې دي.

پولیټیکل ایجنټ اسلام زیب د ځایي خلکو د شکایتونو تر اوریدو وروسته وویل دا سیمه ترهګرۍ ځپلې ده او اوس به دوي هڅه کوي چې د پرمختیايي کارونو په کولو سره د ځايي ولس ستونزې هوارې کړي.

اسلام زېب وویل دوي به هڅه کوي چې د پخوا پرتله هلې ځلې زیاتې او چټکې کړي او د ولس لومړیتوبونو ته زیاته پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل چې د سیمې د خلکو غوښتنې یې له ځان سره لیکلې دي او دې ټولو ته به پام کوي او د پوره کولو لپاره به یې ګامونه پورته کوي.

د خیبر ایجنسۍ یو مشر ملک عبدالرزاق اپریدي پولیټیکل ایجنټ ته د سیمې ستونزې په ډاګه کړې او د هغوي د حل غوښتنه یې وکړه.

ملک عبدالرزاق اپریدي وویل چې یو پلو په طورخم کې د ولس کاروبار په ټپه درېدلی دی او بل په ځانګړې توګه د صحت په برخه کې له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.

ځايي خلکو پولیټیکل ایجنټ ته وویل چې په لواړګي، جمرود ، باړه او تیرا کې یو شمیر پرمختیایي منصوبې د ځنډ ښکار شوې دي او تعمیراتي کار پرې نه دی پیل شوی دی.

دوي له اسلام زېب څخه غوښتنه وکړه چې پر دې پروژو دې زر تر زره کار پیل او چټک کړل شي چې ورسره د ځايي ولس ستونزې هوارې شي.

په غونډه کې له خیبر ایجنسۍ د بې کوره کړل شوو خلکو ستونزو هم بیان کړل شوې او د هوارولو غوښتنه یې وشوه.

XS
SM
MD
LG