افتاب شېرپاو ویلي چې دا وخت د صوبو او وفاق ترمنځ هم اړیکې ښې نه دي او په آیین کې تر ۱۸م بدلون وروسته چې صوبو ته کوم حقونه او واک ورکړل شوی وو د هغوی د بیرته اخیستلو هڅې روانې دي.
نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د خپل ګوند د یو مخکښ عالمزیب عمرزي د ۱۸م تلین غونډې ته په وینا کې کړې دي.
افتاب شېرپاو وویل، “ پښتنو ته د بجلۍ ګټه نه ورکول کېږي ، په سي پیک کې خپله برخه نه ورکول کېږي، د قبایلي سیمو د ولس خواهش نه پوره کېږي.”
نوموړي وویل چې که نواز شریف د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډولو ژمنه پوره کړې وای نو نن به هغه یوازې نه وو او دوي به یې ستاینه او ډاډګیرنه کوله.
افتاب شېرپاو د خیبر پښتونخوا پر صوبايي حکومت او هلته د واکمن تحریک ا
نصاف ګوند پر مشر عمران خان هم نیوکې کړې دي.
ده ویلي چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت خیبر پښتونخوا ته د ترقۍ ورکولو پر ځای دا صوبه تر پخوا په بد حالت کړې ده.
د خیبر پښتونخوا پر حکومت دا نیوکې نور ګوندونه هم کوي خو هغوي بیا وايي چې د تېرو حکومتونو پرتله یې زیات کار کړی دی.