د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د راتلونکي مالي کال وفاقي بجټ وړاندې کړ


د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل
د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل

د پاکستان وفاقي حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره د ۵۲ کهربه او ۴۶ اربه بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی

د خزانې وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل د جمعې په ماښام د مالي کال ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ لپاره وفاقي بجټ پارلیمان ته وړاندې کړ.

په دې کې د بجټ خساره د جي ډي پي ۴ اعشاریه نهه فيصده یا ۱۸ کهربه ۹۰ اربه روپۍ تجویز شوی دی.

پر دغه مهال د وینا په وخت د خزانې وزیر وویل چې دې بجټ کې يې د سرکاري ملازمینو په تنخاګانو کې لس فيصده او دا رنګ په پنشنونو کې د زیاتوالي تجویز ورکړی دی .

په بجټ کې د دفاع لپاره یوولس کهربه روپۍ بیلې کړل شوې دي کوم چې وړاندې نهه کهربه روپۍ وو.

د مفتاح اسماعیل په خبره په پاکستان کې د غریبۍ د ختمولو لپاره ۶۸ کروړه اتیا لکه روپۍ بیلې کړل شوې دي او د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام لپاره د ۱۲۱ اربه روپیو نه ۱۲۴ اربه اویا کروړه روپو ته رسول شوې دي.

د مخالفو ګوندونو غړیو د بجټ وړاندې کولو پر مهال احتجاج وکړ او دايي یو غیرمناسب بجټ وباله.

د دوي په وینا ،دا شپږم بجټ دی نو موجوده حکومت حق نه لري چې وړاندی يي کړي ځکه چې له دې سره به راتلونکي حکومت ته ستونزې جوړې شي.

د موجوده حکومت او اسمبلیو د کار موده د مۍ میاشتې پر ۳۱مه پای ته رسېږي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن په وینا نګران حکومت پابند دی چې د جولایي میاشتې په نیمایيکې انتخابات وکړي.

حکومت په وفاقي بجټ کې د قبایلي سیمو لپاره د څلورویشت اربه روپیو پرمختیايي بجټ وړاندی کړی دی.

په بجټ کې د جنوبي وزیرستان د شوتنګي ډیم لپاره ۳۱۹.۳۹ میلیونه روپۍ ، په مومند ایجنسۍ کې د نکۍ ټنل لپاره ۱۱۱۷.۳ مبلیونه روپۍ ، د غلنۍ مامد ګټ سړک لپاره ۵۰۰ ملینه او د اورکزۍ ایجنسۍد ډبوري سړک لپاره ۳۱۸.۸ میلیونه روپۍ بیلې کړل شوې دي.

د قبایلي سیمو د پارلیمان غړیو ویلي دا بجټ ورته منظور نه دی ځکه چې حکومت ورسره په دغه اړه هیڅ سلا مشوره نه ده کړې او بله دا چې دا بجټ ډیر کم دی.

د قامي اسمبلۍ یو غړي قېصر جمال مشال ریډیو ته وویل دوي هیله لرله چې حکومت به د قبایلي سیمو محرومیو ته وګوري او ښه بجټ به وړاندې کړي خو په دې بجټ کې د قبایلي ولس د غوښتنو پوره خیال نه دی ساتل شوی.

XS
SM
MD
LG