د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپېو به په برسلز غونډه کې د روسیې پر موضوع خبرې وکړې


د امریکا بهرنیو چارو نوی وزیر مایک پامپېو نن سهار برسلز ته ورسېد چې د ناټو له غړیو هېوادونو سره په اروپا کې د روسیې د تېري پر موضوع خبرې وکړي.

نوموړي د جمعې په ورځ تر لوړې او له سېنېټه تر منظورۍ سمدستي وروسته پرواز وکړ.

په پنجشنبه د سېنېټ په غونډه کې د نوموړي په حق کې ۵۷ او په مخالفت کې یې ۴۲ رایې واچول شوې.

دا د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په موده کې د بهرنیو چارو دویم وزیر دی. ټرمپ تېر ماښام په یوه بیان کې د بهرنیو چارو د نوي وزیر ستاینه وکړه او ویې ویل، چې پامپېو هغه کس دی چې ((تل به د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکوي.))

پامپېو په تېرو ۱۵ میاشتو کې د سي ای اې د مشر په توګه د ټرمپ له تر ټولو زیاتو باوري سلاکارانو څخه یو دی. په دې وروستیو کې نوموړی د ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون د ملاقات په تیاریو کې ډېر دخیل پاتې شوی دی او درې اوونۍ مخکې یې له کېم سره لیدلي هم دي.

پامپېو د خپلې نوې دندې تر لوړې سمدستي وروسته برسلز ته پرواز وکړ او د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ وویل چې نوموړی هلته د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په نننۍ غونډه کې ګډون کوي.

ټرمپ تېره میاشت د تګلارو پر سر د اختلافاتو په یادولو سره د بهرنیو چارو پخوانی وزیر رېکس ټېلرسن له دندې لرې کړ.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG