د لوګر مرستیال والي قمرالدین شکېب د وسلهوالو مخالفینو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د لوګر امنیه قوماندان عصمتالله علیزي مشال راډیو ته وویل چې پېښه نن پنجشنبه تر غرمې وروسته ۲ بجې د محمد اغې ولسوالۍ په واغ جان سیمه کې رامنځته شوې ده.
علیزي زیاته کړه چې مرستیال والي له لوګره و کابل ته پر لار و چې د وسلهوالو له برید سره مخامخ شو.
دی وايي چې په دغه برید کې د مرستیال والي یو ساتونکی هم وژل شوی او د ولایت ویاند سلیم صالح ټپي شوی دی.
تر اوسه د برید مسولیت هېڅ یوې وسلهوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.