د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت اقلیتي مذهبي مشرانو ته هم وظیفې ورکوي


پرویز خټک
پرویز خټک

د خیبر پښتونخواحکومت په ټوله صوبه کې د جوماتونو غوندې د اقلیتونو په عبادت ځایونو کې هم د هغوي مذهبي مشرانو ته د وظیفو ورکولو منظوري ورکړې ده.

دا خبره د چارشنبې په مازیګر د وزیر اعلی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې ده.

خبرپاڼه لیکي چې د وزیر اعلي پرویزخټک په مشرۍ کې د صوبايي کابینې په غونډه کې د نورو منصوبو تر څنګ د جوماتو د امامانو په رنګ د اقلیتونو د عبادت ځایونو مشرانو ته هم د میاشتنۍوظیفې ورکولو منظوري ورکړل شوه.

خبرپاڼه لیکي چې په خیبر پښتونخوا کې د اقلیت ټول دوه سوه درې نوي مذهبي ځایونو دي چې د کال به پرې یو سل څلوېښت میلیونه روپۍ خرڅ راځي.

د مذهبي لږکیو مشرانو ویلي ، حکومت باید د دې لپاره قانون سازي وکړي چې دا یوازې اعلان پاته نشي بلکې عملي هم شي.

د ټول پاکستان د سکهانو د ټولنې مشر رادېش سینګ ټوني مشال ر‌اډیو ته وویل پکار ده چې دې لړ کې قانوني سازي وشي.

د ده په وینا ، د دې لپاره باید ځانګړی بجټورکړل شي چې او د تېرو وختونو غوندې یوازې اعلان پاتې نشي.

ده وویل، “لکه څنګه چې په جومات کې یو امام وي او دوه یا یو موذن او یو خدمتګار ويهم دا رنګ په ګوردوارو کې یو ګرنتهي ۲ لانګري او ۳ سیوادار ، په مندرونو کې یو پجاري ۲ پنډت او ۳ سیوادار او په چرچ یا کلیسا کې یو فادر ۲ پادري او ۳ بهايي وي.”

نو که دوی کول غواړي نو پکار ده چې دې کسانو ته تنخاګانې مقرر کړي او دې ته یو قانوني لاره جوړه کړي.

د اقلیتونو مشرانو دا غوښتنه هم وکړه چې باید حکومت په دې عمل کې د اقلیتونو ښځینه هم شاملې کړي او د دوی د عبادت ځایونو د بجلۍ بلونه هم سرکار ورکړي او د دوی د عبادت ځایونو د حفاظت لپاره هم کوټلې ګامونه پورنه کړي

XS
SM
MD
LG