د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاستوالانو د امنیتي بدرګې په هیسته کولو خپګان ښودلی


د عوامي نیشنل ګوند او جمعیت العمای اسلام (ف ډلې) په پاکستان کې له سیاستوالانوڅخه د امنیتي ساتونکیو په لیرې کولو خپګان ښودلی دي.

د دې ګوندونو غړیو د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وویل، د خیبر پښتونخوا کورنیو چارو وزارت دې د سیاستوالانو سرکاري بدرګه لیرې کولو پرېکړه بیرته واخلي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس ثاقب نثار په امر له بااثره کسانو څخه امنیتي ساتونکي بیرته واخیستل شول.

د عوامي نیشنل ګوند سیکټري جنرل میا افتخار حسین چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې نه یوازې یک یو زوی وبایللو بلکې د هغه د مبارزې په ستاینه او شاباشۍ کې د پاکستان حکومت د هلال امتیاز (سرلوړۍ میاشت) په جایزه ونازولو خو دی وايي چې امنیتي بدرګه ترې اخېستل شوې ده. نوموړی وايي نېږدې درې ورځې وړاندی پېښور ته د چیف جسټس تر د سفر وروسته حکومت دا ګام اخېستی دی.

له مشال راډيوسره په خبرو کې میا افتخار حسین زیاته کړه چې د خپل زوی تر مرګ وروسته د خپل کلي کور او حجرې ته نه دی تللی ځکه چې حکومت او ایجنسۍ ورته وايي چې سر ته دې خطر دی. دی وايي چې د وسله والو په هدف کې دی خو که حکومت وسله والو ته موقع ورکوي نو دی له خپلې مبارزې نه راګرځي او حکومت له دې ګام سره د ترهګرۍ ضد رول ترسره کونکي یوازې پرېښودل غواړي.

میا افتخار حسېن وايي، د ترهګری ضد مبارزه کې یې ډیرې قربانۍ ورکړي دي او هم دې لړ کې یې د امنیتي ساتونکو لیرې کېدو په اړه د کورنیو چارو وزارت او پولیسو مشر په ګډون نورو محکمو ته لیک استولی دی خو د هغوی له اړخه ورته تر اوسه هېڅ ځواب نه دی ورکول شوی.

(زما د خط لیکلو مقصد دا نه وو چې ماته دې امنیت راکړل شي، زما په خدای یقین دی. خو یوازې مې دا په ریکارډ راوستل غوښت. چیف جسټس په خپله د شلو ګاړو په امنیتي بدرګه کې پېښور ته راغلو او وايي چې له نورو امنیت واخلئ. چیف جسټس وايي چې د پولیسو شمېره کمه ده نو ځکه یې دا ګام پورته کړی دی خو د هغه به دا خیال وي چې ګنې امن راغلی دی. دوی څنګه یو ایګزیکټو ارډر په دې طریقه عملي کړ. د حکومت او د چیف جسټس ترمنځ مسله هوارول غواړي.)

عوامي نېشنل ګوند په خپله ټویټر پاڼه لیکلي له هغو کسانو چې د وسله والو په هدف کې دي، امنیتي بدرګه اخیستل یوه ناسمه پرېکړه ده.

د جمعیت العمای اسلام ف ډلې ویاند جلیل جان بیا وايي، د ګوند مشر فضل الرحمن څخه یې هم امنیتي ساتونکي د چیف جسټس او حکومت په امر تللي دي.

نوموړی تور پورې کوي چې د پولیسو مشر د چیف جسټس امر په سمه توګه نه دی پوره کړی.

(له مولانا فضل الرحمنه امنیت نه وو اخیستل پکار. د پولیسو مشر ته مالومه ده چې پر مولانا صېب مخکې هم بریدونه شوې دي. موږ د دې ګام پر ضد خط هم لیکلې دی. له سیاسي مشرانو امنیت اخیستل یو سازش ښکاري. چیف جسټس ویلي وو چې له غیر ضروري کسانو دې امنیت واخیستل شي خو د پولیسو مشر له ضروري کسانو څخه د امنیتي ساتونکو لیرې کولو سره دا کار په سمه توګه نه دی عملي کړی.)

د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور مریم نواز په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې

که پلار ته یې د امنیتي ساتونکو لیري کېدو له وجې تاوان ورسیدلو نو زمه وار به یې چیف جسټس وي.

د سیاستوالانو د دې څرګندونو په اړه مو د خیبر پښتونخوا له چارواکیو سره د خبرو هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

د پاکستانيو رسنیو ترمخه، د خیبر پښتونخوا پولیسو مشر صلاح الدین مسود ویلي دي چې په صوبه کې درې زره امنیتي کارکونکي د بااثره کسانو د امنیت لپاره ګمارل شوي ول.

د چیف جسټس په امر په ټول هېواد کې د سیاستوالانو، خبریالانو او بیوروکراټانو په ګډون له بااثره کسانو څخه تر ۱۳ زره او ۶۰۰ زیات امنیتي ساتونکي لیرې کړل شوي دي.

د چیف جسټس په خبره، له وړاندې د پولیسو شمېره ډېره کمه ده او پولیس باید د ولس امنیت وساتي.

XS
SM
MD
LG