د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي مهمه غړې یې ځورول شوې ده


د پاکستان د بشري حقونو کميشن پر هغه پېښه اندېښنه ښودلې چې د ياد سازمان د ايډيټرې له کوره نامعلومه کسانو غلا کړې.

دا پيښه له هغې وروسته شوې چې د مديرې مريم حسن د ۲۰۱۷ راپور څو ورځي وړاندې خپور شوی وو. په هغه راپور کې په پاکستان کې له بشري حقونو د سرغړونو په اړه سختي خبرې شوې وې.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن وايي چې یادې ادارې د ايدیټرې پر کور د “ډاکې په شکل کې” وهل شوې چاپې غندنه کوي او په دې اړه د پلټنو غوښتنه کوي.

د بشري حقونو کميشن د خيبر پښتونخوا کونسل غړي شير محمد خان د شنبې یا خالي په ورځ مشال راډيو ته وويل چې دا د غلا پيښه نه وه بلکې په رڼا کې کسان کور ته ورغلي ول او د ويرلو کوشش يې کاوو.

ده وویل، “داسې نه ښکاري چې دا کار يو عادي مجرم کړي وي. دا خو داسي ښکاري چې د کار د ادارو کسانو کړي وي.”

نوموړي زیاته کړه چې دغه کسان په رڼا کې ياني د سحر لسو بجو وړاندې ورغلي ول او یو ساعت ناست وو.

د شیر محمد خان په وینا ، هغو کسانو مریم حسن ته دا هم ويلي دي چې دوي بيګا هم راغلي وو خو هغه وه.

نوموړي وویل چې که يو سړی غلا کوي نو هغه په تياره کې په پټه راځي خو د دې يوازينی مقصد دا وو چې زنانه ووېروي او حکومت باید د دې تپوس وکړي.

د بشري حقونو کمیشن هم په خپل بیان کې ویلي چې دا وسله وال عام غله نه وو. دوي د پنجاب له حکومته غوښتنه کړي چې د دې درک ولګوي او پرضد يي قانوني کاروايي وکړي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې ده چې د اپریل پر شپاړسمه نیټه د کمیشن له خوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي وو چې تیر کال په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې دومرې کسان نه وو وژل شوي لکه څومره چې د امنیتي ادارو له خوا په مقابلو کې وژل شوي وو.

دا راپور د مریم حسن په مشرۍ تیار شوی وو.د پنجاب حکومت او امنيتي ادارو تراوسه پوري د پيښي په اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG