د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ارمینیا کې لا هم مظاهرې روانې دي


د ارمینیا په پارلېمان کې د اپوزیشن مشر نیکول پاشینیان د حکومت له خوا د مذاکراتو وړاندیز رد کړی دی او د وزیر اعظم سرژ سرکسیان د استعفا غوښتنه يې کړې ده.

د جمعې په ورځ په پلازمینه یریوان کې زرګونو مظاهره چیانو ته په وینا کې نوموړي زیاته کړه چې د مذاکراتو وخت تیر شوی دی البته د وزیر اعظم د استعفا په موضوع او نورو شرطونو خبرې کېدای شي.

دغه احتجاجونه د وزیر اعظم په توګه د سرژ سرکسيان د ټاکل کېدو په مخالفت کې پيل شوي دي او پرون جمعه پرله پسې اتمې ورځې په مخه هم د پلازمېنې لارو- کوڅو ته په زرګونو مظاهره چيان راوتلي وو.

نيکول پاشينيان ویلي چې د ارمینیا خلکو د اداري فساد او غير عادلانه سياسي نظام پرضد بخملي انقلاب اعلان کړى دى.

سرژ سرکسيان چې لس کاله د ارمینیا ولسمشر وو، دوې اوونۍ مخکې يې د ولسمشرۍ وروستۍ دوره پاى ته ورسېده او وزیراعظم غوره شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG