د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس ميا ثاقب نثار د زیارت په ورځپه پېښور کې د واکمن تحريک انصاف په صوبايي حکومت انتقاد کړي چې خلکو ته د څکلو اوبو او د ګندونو پاکولو کې ناکامه شوی دي.

د سپريم کورټ پېښور رجسټري کې د ازخود نوټس مقدمه اوريدني پرمهال چيف جسټس د خيبر پښتونخوا اعلي وزير پرويز خټک راغوښتي وو چې د ناکامي وجوهات بيان کړي. خو صوبايي حکومت دريځ لري چې پخوا پرتله په صوبه کې ډېر کارونه شوي دي. بلخوا قانونپوهان وايي چې سپریم کورټ دې په سیاسي چارو کې خپلځان نه ښکېلوي.

چيف جسټس ثاقب نثار د پېښور دورې پرمهال د ليډي ريډنګ روغتون، د يوه شخصي مېډيکل کالج او بار کونسل ته ورغلي وو. نوموړي د سپريم کورټ پېښور رجسټري کې د ازخود نوټس مقدمي اوريدني پرمهال په خيبر پښتونخوا حکومت نيوکې وکړي چې تحريک انصاف حکومت لویې لويې دعوې کړې وې خو ځمکني حقايق جلا دي.

په پېښور کې خبريال شهزاد انجم، چې د مقدمې اوريدني پرمهال موجود وو، مشال راډيو ته وويل چې د صوبايي حکومت لوړ پورو چارواکو د چيف جسټس و پوښتنو ته ځوابونه د اطمينان وړ نه وو.

خبريال شهزاد انجم وويل چيف جسټس په خبرو کې د تعليم او صحت په محکمو سخت انتقاد وکړ او وويل چې د يادو محکمو کارکردګې نه ښکاري. چيف جسټس په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې په خيبر پښتونخوا کې تر ۱۵۰۰ زيات هسپتالونه دي او دا ټول د تحريک انصاف صوبايي حکومت نه مخکې جوړ کړل شوي دي.

په پېښور کې خبريال شميم شاهد مشال راډيو ته وويل چيف جسټس يوه اوونۍ وړاندې ويلي ول چې پېښور ته به ځي نو په دې موده کې صوبايي حکومت هر يو ځای پاک کړی وو.

شميم شاهد زياته کړه چې صوبايي حکومت د ولسي خدمت پرځای درغلۍ ته زيات پام اړولی دی. خو د تحريک انصاف ګوند صوبايي اسمبلي غړي عارف يوسف وايي چې د دوی حکومت نور حکومتونو پرتله زيات کار کړی دی.

چيف جسټس ثاقب نثار د پېښور دوري پرمهال د نورو مقدمو ترڅنګ د ارمي پبلک سکول پيښه کې وژل شوی ماشومانو له کورنيو جمع کړل شویو مقدمو اورېدنه هم وکړه او حکومت ته يې يوه اوونۍ وخت ورکړ چې ځواب ووايي.

د بلوچستان های کورټ وکیلانو اتحادیې پخواني مشر منیر کاکړ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې دا مهال په عدالتونو کې په لکونو مقدمې اورېدو او فیصلو ته اړتیا لري نو پکار ده چې د سیاسي مسلو پرځای هغه مقدمې هوارې کړي چې سپریم کورټ ته په تمه دي. د نوموړي په خبره په سیاست کې د سپریم کورټ ښکېلېدل نه یوازې د عدلیې نوم ته زیان رسوي بلکې هغه بې وزله ولس چې انصاف ته یې سترګې دي د هغوی مقدمې هم له دغه ډول کړنو اغېزمنېږي.

په پاکستان کې قانونپوهانو بیا بیا له مشال راډيو سره په خبرو کې ویلي پکار ده چې هره اداره تر ایین لاندې خپلې چارې پرمخ یوسي.

XS
SM
MD
LG