د کندهار د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې قوماندان جانان ماما له خپلو دو ساتونکیو سره یوځای د ماین په یوه چاودنه کې ووژل شو.
د کندهار امنیه قوماندانۍ مرستیال ویاند مطیع الله هلال ازادۍ راډیو ته وویل چې دا پېښه نن سهار د کندهار په زاړه ګمرک سیمه کې رامنځ ته شوې. د نوموړي په خبره د وژل شوي قومندان له ګاډي سره یوه ماین نښلول شوی وو او په چاودنه کې د هغه درې ساتونکي هم ټپیان شوي دي.
جانان ماما د کندهار ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی وو چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د سرحدي پولیسو چټک غبرګون قطعې قوماندان وو. نوموړی په ۲۰۱۷ز کال د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ د لقمان او نظر کلیو کې له پاکستانيو ملېشو سره د نښتې پر مهال د افغان سرحدي پولیسو مشري کوله.
راپور : صادق رښتینی