د لاسرسي ځای

تازه خبر

حبیبي: د خوست او کورمې پر پوله اوس اوربند دی


د خوست والي حکم خان حبیبي

د افغان او پاکستاني سرتېرو ترمنځ د کرمې ایجنسۍ او خوست ترمنځ پر پوله د یکشنبې د ورځې د نښتې نه پس اوس پر پوله وضعیت ارام دی.

که څه هم د پاکستان له لوري د اوربند په اړه څه نه دي ویل شوي خو د خوست والي حکم خان حبیبي د دوشنبې پر ورځ مشال سره د خبرو پر مهال د دې خبرې پخلی وکړ:

((جګړه د یکشنبې ورځې تر درېوو بجو روانه وه، له هغې وروسته ودرېده، بیا په ډنډي پټان ولسوالۍ کې د دواړو خواوو د نظامي رهبرۍ ترمنځ په ناسته کې په اوربند هوکړه وشوه. ))

افغان او پاکستاني چارواکي پر یو بل د ډزو د پیلولو تورونه پورې کوي. په پرونۍ جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د پوځ لخوا د یکشنبې پر ورځ په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د افغان سرتېرو لخوا پر ایف سي ځواک د برید په نتیجه کې د دوی دوه سرتیري وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي.

خو د کورمې د پولیټیکل انتظامیې یو چارواکي بیا د نوم د نه ښکاره کولو په شرط مشال راډیو ته ویلي وو چې په دې نښته کې درې پاکستاني سرتیري وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.

خو د افغانستان چارواکي بیا ادعا کوي چې لومړی پاکستانیو سرتېرو د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو برید ترسره کړ او دوی ورته ځواب ویلی دی. افغان لوری وايي په دغه جګړه کې یو افغان سرتیری او یو ولسي کس وژل شوي او درې نور بیا ژوبل شوي دي.

د نښتې ځای لرې پرته غره ییزه سیمه ده چې ورته خبریالان لاس رسی نه لري نو ځکه مشال راډیو په ازادانه ډول د افغانستان او پاکستان د چارواکو د دعوو تصدیق نشي کولای.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په جمرود کې د ډینګي ناروغان ډېر شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:15 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG