د خېبر پښتونخوا وزيراعلی د راتلونکې مالي کال بجټ د نه وړاندې کولو اعلان کړی دی.
پروېز خټک د اتوار پر ورځ په پېښور کې د خبرې غونډې پر مهال وويل چې د حکومت پنځه کلنۍ موده يې په ختمېدو ده.
نوموړي وويل چې د راتلونکې مالي کال لپاره د بجټ وړاندې کولو حق تر انتخاباتو وروسته د جوړېدونکې حکومت دی.
په پاکستان کې هرکال وفاقي او صوبايي حکومتونه د جون په مياشت کې بجټونه وړاندې کوي خو د اوسنيو حکومتونو ايیني موده نږدې په پوره کېدو ده او ټاکل شوې ده چې نوي انتخابات به سږ کال د جولايي په مياشت کې کېږي.
د راتلونکې مالي کال لپاره د بجټ وړاندې کولو حق تر انتخاباتو وروسته د جوړېدونکې حکومت دی.پروېز خټک
د پاکستان مرکزي حکومت ويلي چې ښایې تر وخت له مخه بجټ وړاندې کړي خو د خېبر پښتونخوا وزيراعلی ويلي چې که وفاقي حکومت يې وړاندې هم کړي خو دوی به يې نه کوي.
د خبرې غونډې پر مهال له پروېز خټک څخه و پوښتل شو چې د سېنېت په تېرو انتخاباتو کې د تحريک انصاف د اسمبلۍ پر ځينو غړيو د ووټ خرڅولو تور لګېدلی وو او په دې اړه دوی يوه کمېټۍ جوړه کړې وه د هغې نتيجه به کله راځي؟
هغه په ځواب کې وويل چې په راتلونکو څو ورځو کې به د هغو کسانو فهرست اعلان کړي.
نوموړي ددې کسانو شمېر ديارلس يا څوارلس و ښودلی.
په راتلونکو څو ورځو کې به د تحريک انصاف د ااسمبلۍ د هغو کسانو فهرست اعلان کړو چې ورباندې د سېنېټ په انتخاباتو کې د ووټ خرڅولو تور دی.پروېز خټک
دده په وينا، دوی به په ډاګه ووايي چې دغه کسان نور د تحريک انصاف لپاره د منلو وړ نه دي.
په پېښور کې د تېز رفتار بس پروژې له وجې په ښار کې د لارو کنستو له وجې د راولاړيو شويو ستونزو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې پروېز خټک وويل چې په راتلونکيو څو ورځو کې به د بس سروس ځينې لارې خلاصې شي.
نوموړي وويل چې دوی هڅه وکړه چې د حکومت ختمېدو له مخه په شپږو مياشتو کې دننه دا پروژه بشپړه کړي خو اوس ښايې دا کار اته مياشتې وخت واخلي.