د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې د کيمياوي وسلو جوړولو پر مرکزونو د امريکا او ايتلافيانو بريد


د شام سرښار دمشق کې د الوتکې پر ضد توغول شوی توغندی
د شام سرښار دمشق کې د الوتکې پر ضد توغول شوی توغندی

پراګ - د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په شپه ناوخته اعلان وکړ چې د شام د کيمياوي وسلو جوړولو پر مرکزونو يې بريدونه کړي دي. د ده په خبره له بريتانيې او فرانس سره په ګډه دا هدفي بريدونه به تر هغو بې له څه ډول ځنډه ترسره کېږي ترڅو چې شام د دا ډول ډله ييزو وژنو لپاره د کارول کېدونکو کيمياوي وسلو استعمال نه وي بند کړی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

نوموړي ولس ته په خپله وينا کې وويل:

((زما هيواد والو! لږه شېبه مخکې ما د امريکې وسلوالو ځواکونو ته امر وکړ چې د شام د امر بشارالاسد پر هغو کيمياوي تنصيباتو بريدونه وکړي چې د کيماوي وسلو جوړولو صلاحيت لري. دا له فرانس او بريتانيه سره په ګډه عمليات دي چې دا وخت روان دي. موږ د دې دواړو [هېوادونو] مننه کوو))

ټرمپ هوډ څرګند کړ چې شامي ولسمشر به د اپرېل پر اوومه نېټه د کړې مبينه زهرجن ګيس حملې لپاره لوی قيمت ادا کوي. د شام په په دوما ښارګوټي کې شوي دې بريد کې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي وو. امريکايي ولسمشر وويل چې د بشارالاسد لخوا يو کال مخکې د شوې کيمياوي حملې په ځواب کې هم ده هغه وخت د هوايي بريدونو ترسره کولو امر کړی وو. په دغه کيمياوي بريد کې شاو خوا ۱۰۰ کسان وژل شوي وو.

د دوما سيمې په يو رغتون کې د تورن کيمياوي بريد ښکار شوی ماشوم
د دوما سيمې په يو رغتون کې د تورن کيمياوي بريد ښکار شوی ماشوم

ډونلډ ټرمپ وويل چې وروستۍ ټولوژنه د يو خطرناکه رژيم لخوا د کيمياوي وسلو په پرله پسې استعمال کې زياتوالی څرګندوي. بيګا چې کله ټرمپ امريکايي ولس ته وينا کوله نو هغه وخت په سرښار دمشق کې د چاودنو غږونه اورېدل کېدل. د شام ټېلي ويژن وويل چې پوځ يي د جنګي الوتکو ضد توغنديو په کارولو سره ځواب ورکوي.

ټرمپ پر روس او ايران دواړو غږ وکړ چې د اسد د خطرناکه او قاتله رژيم مخه ونيسي:

(( نن شپه زه هغو دوو هېوادونو ته هم پېغام ورکوم چې د اسد د مجرمانه رژيم د ملاتړ، مالي مرستو او وسلو ورکولو لپاره لوی ذمه وار دي. ايران او روس ته زه دا وايم کوم هيواد به وغواړي چې د بې ګنا سړيو، ښځو او ماشومانو له وژنې سره ځان وتړي؟ د نړۍ قامونه به پر دې ارزول کېږي چې له کومو هيوادونو سره ملګرتيا لري. هيڅ يو هېواد د ډېر وخت لپاره له بدمعاش، ظالم او وژونکو رياستو سره په مرسته کولو نه شي بريالي کېدای))

ټرمپ زياته کړه چې د شامي ولسمشر لخوا پر خپلو خلکو د پرله پسې بريدونو وجه دا ده چې روس په دې کې ناکامه شوی چې خپل اتحادي اسد د ۲۰۱۳ م کال د هغه تړون پابند وساتي چې هدف يې له ټولو کيمياوي وسلو څخه لاس اخيستل او تباه کول وو.

نوموړي زياته کړه چې اوس بايد روس پرېکړه وکړي چې د اسد د اووو کلونو له کورنۍ جګړې سره د خپل ملاتړ په دوام ورکولو پر تورې لارې لاړ شي يا د اسد له مخالفو مهذبه قامونو سره ملګری شي.

بلخوا تاس او انټرفاکس خبري اژانسونو ویلي، د روس ولسمشر ولادمیر پوتین په شام کې د امریکا په مشرۍ د پوځي عملیاتو غندنه کړې او دا یې د یو خپلواکه هېواد ضد د تېري عمل بللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG