د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام بحران: د م.م مشر او پخواني امریکايي ولسمشر د احتیاط غږ کړی


د ملګرو ملتونو مشر او د امریکا یوه پخواني ولسمشر خبرداری ورکړی دی چې د شام د جګړې له کنټروله د وتلو مخه دې ونیول شيي.

دوی دا بیان تر هغو څو ساعته وروسته ورکړ چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټوېټر د شام ملګري هېواد روسیې ته وویل چې د کیمیاوي وسلو تر مشکوکې حملې وروسته دې د توغندیو ځوابي برید ته تیاره اوسي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرز د چارشنبې پر ورځ وویل، د اوسني ولاړ حالت په اړه سخته اندېښنه لري.

ده د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ویټو لرونکو هېوادونو یعنې امریکا، برتانیې، فرانسې، روسیې او چین پر سفیرانو غږ وکړ چې له کنټروله د حالاتو د وتلو مخه دې ونیسي.

هلته د امریکا پخواني ولسمشر جېمي کارټر له اسوشي اېټډ پرېس اژانس سره په مرکه کې پر ټرمپ ټینګار کړی چې د امریکا سوله برقراره وساتي او د شمالي کوریا، روسیې یا شام په اړه چیلېنجونه زیات یا شدید نه کړي.

۹۳ کلن کارټر ویلي چې که ټرمپ په شام کې د کیمیاوي وسلو د مشکوک برید په غبرګون یو ځل هم د روایتي یا دودیزو توغندیو حمله وکړه نو دا ډېره خطرناکه زباتېدای شي او د اټومي وسلو لرونکو دواړو هېوادونو – امریکا او روسیې – تر منځ حالات ډېر خرابولای شي.

د اپرېل پر ۱۱مه ټرمپ وویل:"روسیې ژمنه کړې چې پر شام ورول شوي ټول توغندي ولي. ده پر ټوېټر ولیکل: روسیه دې تیاره اوسي ځکه چې امریکا به د توغندیو برید کوي."

د اپرېل پر اوومه د شام په دوما کې د کیمیاوي وسلو په مشکوک برید کې ۴۳ کسان ووژل شول. شام او روسیه وايي، دا د کیمیاوي وسلو حمله نه وه او دا چې د شام حکومتي ځواکونو نه ده کړې.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر هم په دې حالاتو کې له احتیاطه د کار اخیستو غږ کړی دی او د سختو نتایجو یا عواقبو خبرداری یې ورکړی دی.

د ټرمپ د بیان په ځواب کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي:"توغندي باید پر ترهګرو وورول شي، د شام پر قانوني حکومت نه."

روسیې، فرانسې او برتانیې د روم (مېدېترانې) سمندرګي په ختیځ کې د خپلو اوبتلونو او توغندیو ځای بدل کړی او داسې ښکاري چې پر شام د حملې تیاری نیسي.

هلته د اپرېل پر ۱۱مه د ایران د ستر مذهبي مشر یوه مشاور علي اکبر ولایتي ویلي چې تهران به د بهرني یرغل په صورت کې له شامي حکومت سره ولاړ وي.

د شام د شاوخوا اووه کلنې کورنۍ جګړې د پراخېدو یا شدیدو د وېرو له کبله د ونډو نړیوال بازارونه هم تاواني شوي دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG