د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په شام کې جګړه له کنټروله وتلای شي'


امريکا پخواني ولسمشر جيمي کارټر
امريکا پخواني ولسمشر جيمي کارټر

د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتيريس او د امريکا پخواني ولسمشر جيمي کارټر ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې په شام کې جګړه له کنټروله وتلای شي.

تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ د شام اتحادي هېواد، روس ته ويلي وو چې د ميزايلو ځوابي بريدونو ته دې تيار شي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتيريس د چارشنبې په ورځ وويل چې د امريکا، برتانيا، روس، چين او فرانس له سفيرانو سره خبرو کې يې په دې اړه خپله اندېښنه واضحه کړې ده.

بلخوا د امريکا پخواني ولسمشر جيمي کارټر د چارشنبې په ورځ ايسوسيټيډ پريس خبري اژانس ته په يوه مرکه کې پر ‌ډونلډ ټرمپ ټينګار کړی چې خپل هېواد په سوله کې وساتي.

ټرمپ د اپرېل په ۷ نېټه د شام په دوما ښارګوټي کې د مشکوکه کیمیايي برید وروسته ویلي وو چې په غبرګون کې يې د امریکا له خوا د توغندیو برید کیدلې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG