د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې زده کوونکيو ته د سزا مخنيوي د قانون مسوده منظوره شوې


د خېبر پښتونخوا کابينې په سکولونو د زده کوونکيو د وهلو د مخنيوي لپاره د قانوني مسودې منظوري ورکړې ده.

د صوبې وزيراعلی پروېز خټک په مشرۍ کې د چارشنبې مازيګر په پېښور کې د کابينې په شوې غونډه کې د ځينو نورو مهمو پرېکړو ترڅنګ په عدالتونو کې د مقدمو په زغرده د فيصله کولو په اړه هم د قانوني مسودې منظوري ورکړل شوه.

تر غونډې وروسته د وزيراعلی ځانګړي سلاکار او د اطلاعاتو پخواني صوبايي وزير مشتاق غني له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې په سرکاري او شخصي سکولونو کې زده کوونکيو ته د سزا ورکولو د مخنيوي لپاره کومه قانوني مسوده جوړه شوې ده هغه به اوس اسمبلۍ ته لېږل کېږي.

نوموړي وويل چې د منظوزۍ په صورت کې به هر هغه چا ته شپږ مياشتې د بند يا ۵۰ زره روپيو جرمانې سزا ورکول کېږي چې له قانون څخه سرغړونه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې يو کس ته پر يوه وخت د بند او جرمانې دواړو سزا هم ورکول کېدلی شي.

په سکولونو کې زده کوونکيو ته د سزا د مخنيوي لپاره د قانون له مخې به هر هغه چا ته شپږ مياشتې د بند يا ۵۰ زره روپيو جرمانې سزا ورکول کېږي چې له قانونه سرغړونه وکړي.
مشتاق غني

ددې ترڅنګ مشتاق غني وويل چې په عدالتونو کې د روانو مقدمو د ژر فيصله کولو په اړه هم د قانوني مسودې منظوري ورکړل شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې د قانون له مخې به د وکيلانو او مقدمه کوونکيو حاضري یقيني کول، د مقدمو په تېزۍ سره سر ته د رسولو طريقه کار ښه کول او د وخت د ضايع کولو د مخنيوي لپاره نظام جوړ کړل شوی دی.

دده په وينا ددې ترمخه به د مقدمو فريقينو ته د اورېدنې مالوم تاريخونه ورکول کېږي. د ديواني مقدمو د سر ته رسولو لپاره د وخت تعين شوی دی.

دا شان هغه وويل چې د دوی حکومت هغه لومړۍ حکومت دی چې د ديواني مقدمو فيصله په يوه کال کې د کولو لپاره يې قانون سازي کړې ده

XS
SM
MD
LG