د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي دي چې ښايې ډېر ژر پر شام د توغندي بريد وکړي.
دا راز نوموړي روس ته خبرداری ورکړی چې ځان چمتو کړي ځکه چې ميزايلې به ورځي.
ډونلډ ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په خپل ټويټر پاڼه د روس د پوځي چارواکيو او سفارتکارانو هغو خبرداريو ته هم اشاره وکړه چې وايي د امريکا له خوا که څه ډول توغندی و توغول شو نو هغه ميزايل او له کوم ګاډو چې و داغل شي هغه به په نښه کوي.
ښاغلي ټرمپ ليکلي روس دړکه کړې چې پر شام توغېدونکی هرډول توغندی به په نښه کوي نو د ده په خبره روس دې تيار و اوسي ځکه چې ميزايل به توغول کېږي.
د ده په خبره دا ميزايل به نوی او ښکلی وي.
نوموړی زياته کړې چې بايد روس د هغ ځناور ملاتړ ونکړي چې خپل خلک پر ګيس وژني او بيا له دې وژنې خوند اخلي.
دا په ښکاره د شام ولسمشر بشارالاسد ته اشاره ده.
ټرمپ اسد تورنوي چې پر خپلو خلکو باندې د مبينه زهرجن ګيس د حملې تر شا لاس لري.
مرستندويه ادارې وايي، چې د اپريل پر لوومه په دوما سيمه کې شوي کېمياوي بريد کې په لسګونه ولسي وګړي وژل شوي وو.