د سوات ترهګرۍ ضد عدالت له يوې ماشومې سره د جنسي تېري او د هغې وژنې په تور يو کس ته درې ځله د مرګ سزا اورولې ده.
د عدالت له خوا د چارشنبې پر ورځ خپور شوی بیان وايي چې جمعه راز نومي کس په ۲۰۱۷ م کال د جون پر ۲۱ مه نېټه پر يوې پنځه کلنې ماشومې باندې جنسي تېری کړی وو او هغه يې وروسته وژلې وه.
د مقدمې اورېدنه د چارشنبې پر ورځ په سېدو شريف کې وشوه او عدالت جمعه راز نومي کس ته درې ځله په دار د ځړولو او شپږ لاکه روپۍ د جرمانې سزا واوروله.
د بيان تر مخه، د ا کس ۵۰ کلن دی او تعلق يې له شانګلې ضلع سره دی.
رسنۍ د پاکستان په قصور ښار کې له يوې ماشومې زېنب سره تر جنسي تېري وروسته رسنۍ له ماشومانو سره د جنسي تېريو پېښې زياتې رپورټ کوي.
په دې اړه احتجاجونه شوی چې په نتيجه کې يې پوليس او عدالتونه هم په دغو کې د پخوا په پرتله ډېر فعاليت ښکاره کوي.