د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ټاکنې: فېسبوک د جعلي اکاونټونو او اعلانونو مخه نيسي


که تاسي پر فېسبوک یاست نو ډېر داسې اشتهارونه به درته مخې ته درغلي وي چې نه يې غواړئ. داسې خلک يا اکاونټونه به مو هم ليدلي وي چې مشکوک او جعلي ښکاري. د درواغو کيسې، تصويرونه او سازشي مفکورې يا (Conspiracy Theories) به مو هم له نظره تېرې شوي وي.

دا اشتهارونه او اکاونټونه د انتخاباتو پر مهال ډېر اهميت لري. دوی کولی شي د يو سياستوال په اړه تبليغات وکړي او د رايه ورکونکو نظر بدل کړي. د فېسبوک مشر، مارک زکربرګ د اپرېل په لسمه د امريکايي کانګرس په اوريدنه کې ومنله چې روسانو پر فېسبوک جعلي خبري رپورټونو په خپرولو سره د امريکايي ټاکنو پر مهال د رايه ورکونکو نظر بدلولو کې کردار لوبولی دی. دې ته په کتو سره، نوموړي زياته کړه چې د ځينو نورو ملکونو په شان په پاکستان کې دا کال کېدونکو ټاکنو لپاره به د جعلي اکاونټونو او ناخوښو اعلانونو مخنيوي لپاره په زرګونو څارونکي کسان ګماري.

د سياسي اشتهارونو سرچينه به معلومو. هغه څوک يې چې نه غواړي هغوی ته به دا اعلانونه نه ښکاري.
فېسبوک

د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې، د ټکنالوژۍ برخې مشر او څيړونکی ګلين کېټس وايي د فېسبوک لپاره اسانه نه ده چې د ميليونونو خلکو له خوا د خپريدونکو موادو مخه ونيسي خو زياتوي چې دې سره به سياسي ګوندونه او کمپنانې په احتياط کولو مجبوره شي.

هغه زياتوي: ((فکر نه کوم چې موږ هغه حد ته رسيدلي يو چې ووايو فېسبوک به سل په سلو کې د ټاکنو حېثيت وساتي. خو دوی په دې وروستيوو کې داسې ګامونه اخيستې چې مداخله به سخته کړي. دوی وايي داسې سياسي اعلانونو ته به د خپرېدو اجازه ورکوي چې قانوني وي او موضوعات یې د خلکو اړوند وي. فېسبوک ويلي چې له ځينو لويو پاڼو يې غوښتي چې دوی سره ځان ويريفايي يا تاييد لپاره ثبت کړي تر څو دوی ته معلومه وي چې اعلان او خبر له کومې خوا راځي.))

ټولټاکنې او آرټيفيشل انټيلجنس

د انټرنيټ په اړه شمېرې ساتونکي ويب سايټ، Internet World Stats.com د ۲۰۱۷ کال رپورټ ترمخه په پاکستان کې، ۲۷ ميليونه خلکو فېسبوک کاروي. د دې دومره کاروونکو مواد به څنګه چاڼېږي او اصلي او جعلي به يې څنګه معلومېږي؟ فېسبوک اعلان کړی چې د دې کار لپاره دوی د آرټيفيشل انټيليجنس يا ای آيي (AI) په نامه تخنيکي لارې کاروي. ګلين کېټس په دې اړه وايي که فېسبوک ته کوم مواد يا اکاونټ جعلي ښکاره شي، هغه به ليري کوي.

د امريکې کانګرس کې له مارک زکربرګ سختې پوښتنې وشوې
د امريکې کانګرس کې له مارک زکربرګ سختې پوښتنې وشوې

نوموړي زياته کړه: ((آرټيفيشل انټيلجنس يو مشين ته زده کړې ورکولو ته وايي. که تاسي پر انټرنيټ يو شی واخلئ نو بيا درته د هغې اړونده اعلانونه راځي. دا ځکه چې آرټيفيشل اڼټيلجنس ستاسي دا معلومات اخيستې او کمپنيانو ته يې ورکړې دي. ستونزه دا ده چې دغه کمپنيانې ډېرې هوښېارې او پرمختللې دي. نو ځکه دا د فېسبوک لپاره ډېره مشکله ده چې معلومه کړي خبري رپورټونه له جعلي اوکاونټه خپرېږي. د ځينو مخه به ونيسي خو د ډېرو نه. دا له دې وجې هم مشکله ده چې خبرونه په مختلفو ژبو کې وي. فکر نه کوم فېسبوک دې په ټولو ژبو پوه وي او يا دې يې هم په پوره توګه وڅارل شي.))

فېسبوک منلې چې د کيمرج اناليټيکا په نامه کمپنۍ د ۸۷ ميليونه فېسبوک کاروونکو معلومات په نامناسبه طريقه اخيستې. د ټکنالوژۍ دې کمپنۍ دا معلومات په امريکا کې د سينټ او ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال د سياستوالو په ګټه کارولي دي. دوی د فېسبوک کاروونکو په اړه ترلاسه کړو معلوماتو په بنياد هغوی ته اعلانونه لېږلي او د هغوی شخصي معلومات یې انتخاباتي کمپاينونو سره شريک کړي دي. له دې کبله پر فېسبوک ډېرې نيوکې شوي او په امریکا کې ځينو خلکو عدالتونو ته هم شکايت کړی دی.

XS
SM
MD
LG