د لاسرسي ځای

تازه خبر

الجزاير: د الوتکې پرېوتو پېښه کې لږترلږه ۲۵۷ کسان وژل شوي


د الجزاير دفاع وزارت وايي چې په دې هيواد کې لږ تر لږه ۲۵۷ کسان د چارشنبې پر ورځ د يوې پوځي الوتکې د پرېوتو په پيښه کې وژل شوي دي.

وزارت په يو بيان کې وايي چې په وژل شويو کې ۲۴۷ مساپر او ۱۰ د جهاز د عملې غړي دي.

دا الوتکه چې د دغه شمالي افريقايي هيواد بوفاريک ايرپورټ سره نږدې پريوتې ده، پکې ناست زياتره کسان پوځيان او د دوی د کورنۍ غړي دي.

د جهاز پرېوتو علت مالوم نه دی.

پخواني مالومات

د الجزايز ۲۴ په نامه ټيلي ويژن ويلي دي چې د پوځي ټرانسپورټ دغه الوتکه له پورته کېدو څو شېبې وروسته غورځېدلې او شا وخوا ۱۰۵ کسان وژل شوي دي.

د دې هيواد سرکاري خبري اژانس ويلي دي چې د روسي ساخت دغه اي ايل ۷۶الوتکه د الجزايز جنوب غربي سيمې بېچارته روانه وه.

د جهاز پريوتو علت نه دی مالوم.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG