د پنجاب او اسلام اباد پوهنتونونو زده کونکيو غوښتنه کړې چې د پنډۍ په یو پوهنتون کې د وژل شوي پښتون ځوان وژونکي دي ونیول شي.
کامران يوسفزی د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د پنجاب صوبې مشراو د پنډۍ د باراني پوهنتون زده کوونکی وو.
نوموړي د اپريل پر اوومه نېټه ځېنو نامالومو کسانو په چړو وژلی وو.
د چارشنبې په مازیګر د اسلام آباد پرېس کلب مخې ته د پنډۍ او اسلام آباد د پوهنتونونو زده کونکيو او سیاسي مشرانو وویل چې د پنځو ورځو تېرېدو سربېره هم د کامران یوسفزي وژونکي نه دي نیول شوي.
کامران يوسفزی د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د پنجاب صوبې مشراو د پنډۍ د باراني پوهنتون زده کوونکی ووچې د اپريل پر اوومه نېټه ځېنو نامالومو کسانو په چړو وژلی وو.
د دوی غوښتنه وه چې په تعليمي ادارو کې دي حکومت د دا رنګ پېښو مخه ونیسي چې ځوانان خپل تعلیم ترلاسه کړي او خپل راتلونکی روښانه کړي.
د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د پنجاب مشر ندیم سرور مشال راډیو ته وویل چې دوی حکومت ته ۲۴ساعته وخت ورکوي چې د کامران یوسفزي وژونکي ونیسي.
نوموړي زیاته کړه،
((د سپریم کورټ له چیف جسټسه غوښتنه کوو چې د دې پېښې له خپلې غاړېنوټس واخلي.))
د اسلام آباد د نړیوال اسلامي پوهنتون یو زده کونکي عادل سالار وویل چې دوی دا احتجاج تر هغو روان وي چې قاتلان نه وي نیول شوي.
هم دا شان یو بل زده کونکي ابوزر یوسفزي هم په دې اړه مشال راډیو ته وویل سیاسي تنظیمونه خو چاته هم د شر یا جګړې چل نه ښيې دوی خو ټول عمر د امن درس ورکوي او اکثره چې داسې مسلې راځي نو د تنظیمونو مشران يې هواروي او په دغه ورځ هم کامران د یوې مسلې د حل لپاره د یونیورسټۍ مشرانو ورلېږلې وو چې ووژل شو.
د پاکستان سپریم کورټ له چیف جسټس څخه غوښتنه کوو چې د کامران يوسفزي د قتل دي له خپلې غاړې نوټس واخلي.نديم سرور
احتجاجي مظاهرې ته ورغلې د عوامي نېشنل پارټۍ یوې مخکښې او د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې بشرا ګوهر وویل که د کامران یوسفزي وژونکي و نه نیول شو نو دوی به د حکومتي چارواکيو پرضد ودرېږي.
د بشراګوهر په خبره دا نن دا خبره کوي چې تر څو پورې کامران ته انصاف نه ورکړل شوی نو د دوی ټول ځوانان به په مېدان کې وي او دا دا خبره هم کوي که قاتل نه ملاوېږي یا قاتل ته پناه ورکړل کېږي نو دوی به بیا شهبازشریف د کامران خان د مرګ زمه وار ګڼي او له هغوی پر ضد به ودرېږي.
د کامران اپريدي د وژنې په اړه د پوليسو دريځ مخې ته نه دی راغلی.