د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دير کې پوځ د امنيتي پوستو واک ولسي انتظاميې ته و سپارلی


د پاکستان پوځ د خېبر پښتونخوا په بر او کوز دير کې د امنيتي پوستو واک ولسي انتظاميې ته سپارلی دی.

په ملاکنډ ډويژن کې د پوځی چارو مشر (جي اوسي) مېجر جنرل علي عامر اعوان د سېشنبې پر ورځ په تېمرګره کې د يوې دستورې پر مهال د پوستو واک په رسمي توګه پوليسو ته و سپارلی.

نوموړي د وينا پر مهال وويل چې د سيمې د سوکالۍ او پرمختګ په خاطر به په مرحله واره توګه واک سول انتظاميې ته ورسپاري او خپل ټول پام به د هېواد د پولو د ساتنې پر لور اړوي.

مېجرجنرل علي عامر اعوان زياته کړه چې له بر او کوز دير څخه وروسته به د ملاکنډ په نورو سيمو کې هم د پوځي چيک پوسټونو واک سول انتظامې ته وسپارل شي.

د سيمې د سوکالۍ او پرمختګ په خاطر به په مرحله واره توګه واک سول انتظاميې ته ورسپارو او خپل ټول پام به د هېواد د پولو د ساتنې پر لور اړوو.
مېجر جنرل عامر اعوان

په دستوره کې د خېبرپښتونخوا د صوبايې او بلدياتي حکومتونو چارواکيو، قامي مشرانو او د پوليسو افسرانو ګډون وکړ.

په دې موقع دستورې ته په وينا کې د خزانې صوبايې وزير مظفر سيد وويل چې پوځ ، عام ولس او د پوليسو په قربانيو سره سيمه خوندي شوې ده.

بل خوا ضلعي ناظم حاجي محمد رسول د سېنشبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې د پوځ لخوا پوليسو ته د چيک پوسټونو سپارل يو ښه ګام دی چې ښيې په سيمه کې اوس امنيت پر ځای شوی دی.

نوموړی زياته کړه چې پوليس د دې جوګه دي چې دسيمې امنيت ټينګ کړي.

د تېمرګرې پريس کلب مشر محمد جليل له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې پوځي چيک پوسټونه څه باندې اته کاله مخکې د وسلوالو خلاف د پوځي عملياتو پر مهال جوړ شوي وو.

د ده په خبره په بر او کوز دير کې شاوخوا شپږ چيک پوسټونه دي چې غټ يې د چکدرې هغه دی چې هره ورځ ورباندې څه باندې لس زره کسان تيريږي .

له دیر سره څېرمه په سوات او قبایلي سیمو کې د پوځي چيک پوستو په خلاف په دې وروستيو کې احتجاجونه شوي دي.

نوموړی وايي د پو ځ له خوا ولسي انتظامې ته د چيک پوستو پر سپارلو د سيمې خلک ډېرخوشاله دي ځکه چې پر چيک پوسټونو باندې به د هغوي ډېر وخت خرابېدلی.

دا په داسې حال کې ده چې له دیر سره څېرمه په سوات او قبایلي سیمو کې د پوځي چيک پوستو په خلاف احتجاجونه شوي دي.

د فبرورۍ په میاشت کې د سوات په مینگوره ښار او خوازه خیله کې د پوځي چیک پوسټونو خلاف مظاهرې شوې وې چې بيا وروسته د تر يو ليکل شوي تړون وروسته د امنيتي پوستو واک پوليسو ته سپارل شوی وو.

د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنگ هم په قبایلي سیمو کې د پوځي پوستو د کمولو غوښتنه کوي.

که څه هم د سوات او قبایلي علاقو سيمو خلک وايی چې پر امنيتي پوستو ځورول کېږي خو د پوځ دريځ دا دی چې دا پوستې يې په سيمه کې د امنيت ساتلو او د خلکو د خونديتوب لپاره جوړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG