د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسیا پیسیفیک سیمو ماشومانو کې چاغوالی په زیاتېدو دی


یوه نوې څېړنه ښيي چې د امریکا ترڅنګ اوس په اسیا پیسیفیک سیمو کې هم په ماشومانو کې د چاغوالي کچه په زیاته اندازه لوړه شوې ده.

تامسن رویټرز بنسټ نن په یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۶ کالترمنځ په موده کې په اسیا پیسفیک سیمو کې د پنځو کلونو څخه په کم عمره ماشومانو کې د چاغوالي کچه اته دېرش په سلو کې زیاته شوې ده. یادې ادارې دغه ارقام د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو د څېړنو په بنیاد خپاره کړي دي.

په بنګاک کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهنې د ادارې افسر شریدار درمپوري تامسن رویټرز ادارې ته ویلي، په اسیا پیسفیک سیمه کې په ماشومانو کې د چاغوالي کچه د نورو ملکونو په نسبت لوړه ده.

څېړونکي وايي په ماشومانو کې د چاغوالي مسئله ځکه د اندېښنې وړ ده چې کله دغه ماشومان لوی شي نو د زیات وزن له کبله د چاغوالي څخه رنځ وړي چې له کبله یې د جدي صحي ستونزو لکه د شکرې، د وینې د لوړ فشار او د ځيګر د ناروغیو سره مخامخېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG