د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه - شېبه په شېبه تازه معلومات

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او غړي د خپلو غوښتنو د پوره کولو په موخه په پېښور کې جلسه کوي. پر رېنګ روډ د یکشنبې یا اتوار جلسې ته ګڼ خلک ورغلي دي.

د پښتون تحفظ غورځنګ غوښتنې

۱. په کراچۍ کې د وزیرستاني ځوان نقیب مسود د وژونکي افسر راو انوار عدالت ته وړاندې کول.

۲. له قبایلي سیمو څخه ځمکلاندې بمونه پاکول.

۳. امنیتي پوستې کمول او پر امنیتي پوستو د خلکو ځورونې بندول.

۴. ورک کسان عدالت ته وړاندې کول، بېګناهان خوشې کول.

۵. د ماورای عدالت وژنو په اړه عدالتي کمېشن جوړول.

۱۵:۰۳ ۸.۴.۲۰۱۸

جلال اباد ـ په جلال اباد کې د ختیزې سيمې د ولسونو په استازولۍ په سلګونو ټولنیزو فعالانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ، د سولې او حق غوښتنې لپاره د پرلت خېمه ولګوله. دغه ټولنېز فعالان وايي د سولې او حق غوښتنې په اړه د دوی غوښتنو ته د مثبت ځواب ویلو پورې به یې خېمې درولې وي.

د ختيزې سيمې د ولسونو په استازولۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ، سولې او حق غوښتنې دا خېمه د یکشنبې په ورځ چې په شېرزي لوبغالي کې د پرلت لپاره پرانیستل شوه چې پر یو شمېر قومي مشرانو سربېره پکې په سلګونو ټولنیزو فعالانو ګډون کړی و.

انجېنر اباسين بهير د دغې خېمې د پرانستې پر مهال د هغو هدفونو یادونه وکړه چې دوی د خېمې د لګولو په پار ټاکلي وو، نوموړي وويل:

((د ختیزې سيمې ولسونه هم د دغه عظیم ولس يوه برخه ده، چې جنګونو او ناخوالو دومره ځپلې چې نور نه غواړي چې د سولې غږ يې په ستونې کې خپ کړل شي، نو د افغان وطن د نورو ولسونو سره د سولې او ښېرازۍ غږ په ګډه بدرګه کوي او د دې خېمې په درولو سره د جګړې ټولو ښکېلو ډلو ته په ننواتې ورځي چې جنګ بس دی.))

په ننګرهار کې د کونړ مېشتو شورا مرستيال محمد انور سلطاني په خپلو خبرو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ ډاډ ورکړ:

((د پاکستان په حدوداتو کې د منظور پشتون په مشرۍ ټولو ځوانانو ته سلام کوم او او ډاډ ورکوم چې ټول افغانان مو تر شاه ولاړ دي.))

د پرلت په دې خېمه کې يو شمېر ښځينه وو هم ګډون کړی و، مقدسې احمدزۍ په په جنګ کې له ښکېلو ډلو د سولې غوښتنه وکړه:

((موږ دومره بې وسه شوي يو چې موږ له حکومته او له دښمن نه سوله په سوال غواړو. موږ هم د امن حق لرو او موږ هم حق لرو چې په ازاده فضا کې زده کړې وکړو. نورې مو مه کونډې کوئ، نورې مو مه یتیمانې کوئ.))


د پرلت وهونکیو پر وړاندې يو پريکړه ليک هم ولوستل شو چې په ځینو مادو کې يې راغلي ول.

د خيتزو سيمو ولسونه حق لري چې د دې خېمې له لارې په خپل دولت غږ وکړي چې په ختیزو ولایتونو او په ځانګړې توګه په ننګرهار کې دې په لوړه کچه بدلونونه او اداري اصلاحات راولي، په لوړو څوکيو دې د تقرر په برخه کې د سيمه ييزو زورواکانو رول پای ته ورسوي، په ختيزو ولایتونو کې کلدارو د چلښت مخنیوي هم د دې حرکت يوه برخه ده. په پريکړه لیک کې د هغو بنیادي پروژو د پېلېدو غوښتنه هم شوې وه چې منظور شوي خو له اوږدو کلونو راهیسې ځنډېدلي او یا هم په مرکز کې د تدارکاتو پر مېز پرتې دي.

پرلت وهوونکیو ګواښ وکړ چې تر هغې به يې خېمه درولي وي، څو پورې چې يې غوښتنو ته دولت او د دولت وسله والو مخالفینو مثبت ځواب نه وي ویلی.

۱۵:۲۷ ۸.۴.۲۰۱۸
د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته داسې خلک هم ورغلي چې د کورنیو غړي یې ورک دي. دوی د هغوی انځورونه په لاسونو کې نیولي. دا انځور یوه فعال خادم شاه د جلسې له ځایه مشال راډیو ته استولی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته داسې خلک هم ورغلي چې د کورنیو غړي یې ورک دي. دوی د هغوی انځورونه په لاسونو کې نیولي. دا انځور یوه فعال خادم شاه د جلسې له ځایه مشال راډیو ته استولی.

۱۵:۳۳ ۸.۴.۲۰۱۸
د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې بل انځور. دا هم خادم شاه استولی
د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې بل انځور. دا هم خادم شاه استولی

۱۵:۳۹ ۸.۴.۲۰۱۸
د فعال خادم شاه انځور
د فعال خادم شاه انځور

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG